- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- احمد فرید قیومي
- 1182
د سرخط ورځپاڼې په یوه څنډه کې مې یو کوچنی عنوان ولید، "ملت" ترې لاندې لیکل شوي وو؛
"غواړو ملت، کوم ملت؟ افغان ملت
څنګه ملت؟ سم ملت، ودان ملت
یو ملت، واحد ملت، قوي ملت
کلک ملت، په خپلو پښو روان ملت.
دا قوي او له مفهومه ډکې، انګېزه ورکووونکې، روانې جملي د ګران استاد حبیب الله رفیع صاحب په لاس لیکل شوې جملې وې.
اول مې دا جملې په فېسبوک کې د ملت تر عنوان لاندې خپرې کړې، بیا مې له ځان سره تر دفتره زمزمه کړې.
دفتر ته ورسېدم، همکارانو مې هم په ملت جوړونه، زغم، حوصلې، د یوه او بل په منلو، په خپلو پښو د روانېدلو، د ګران هېواد په ابادۍ بحث پیل کړی وو.
هر یوه له خپلې زاویې د خپلې خوښې افغانستان لټاوه، هر یوه د یوه ازاد او اباد افغانستان تصویر په خپل ذهن کې جوړ کړی وو.
زه یې هم په بحث کې ورګډ شوم او ورته مې د رفیع صاحب پورتنۍ جملې په لوړ اواز زمزمه کړې، ټول حیران شول.
یوه یې راته وویل، رفیع صاحب به منې، ټولو په یوه اواز وویل؛ "ژوندی دې وي، د هېواد ژوندی تاریخ دی، اتل دی، موږ پرې ویاړو. "
زه هم د رفیع صاحب لوړ همت او افغاني مینې ته سلامي کوم او وایم چې ژوندی دې وي .
دفتر کې مو ورسته بیا د کندوز د سقوط، په ټول هېواد کې په جنګ جګړو او د ملي ځواکونو په همت او سر ښندنې لنډ بحث وشو.
د کندوز غمیزه د ټول هېواد غمیزه وه، بیا دې خدای ج داسې حالت نه راولي. یوه همکار مې مخ راواړوه او راته یې وویل؛
"تر څو چې موږ یو واحد ملت نه شو، خپلې ملي ګټې تعریف او له هغه نه دفاع و نه کړو، خاین ته خاین او خدمتګار ته خدمتګار و نه وایو، د هېواد حالات به مو همداسې بې خونده روان وي. "
ده قوي او پر ځای خبره وکړه، باید داسې وشي. موږ یې باید له هندوستانه زده کړو. هندوستان زیات نفوس لري، پکې د مختلفو ادیانو، مذاهبو، ژبو، قومونو او رنګونو خلک ژوند کوي.
بدون له تعصبه هر سهار د خپل هېواد ملي بیرغ ته په دواړو لاسو سلامي کوي او د خپل ملت د پایښت لپاره غږ پورته کوي.
دوی ته تر بل هر څه د خپل هېواد ملي ګټې ارزښت لري، ځکه نو نن د نړۍ له پرمختلليو هېوادونو څخه حسابېږي.
موږ هم باید له خپلو شخصي، سمتي، قومي او ژبنیو ګټو تېر او د خپل ګران هېواد ملي ګټې په نظر کې ونیسو، هر سهار خپل ملي بیرغ ته سلامي وکړو او ووایو؛
"ژوندی دې وي افغانستان."
افغانستان دی چې موږ یو، بل چېرته مو ژوند نه تېرېږي. دا سختې ورځې به هم تېرې شي، تر دې ډېرې سختې ورځې تېرې شوې، دا به هم یوه ورځ له موږ سره خدای په اماني وکړي، خو ژوندي ملتونه خپل همت له لاسه نه ورکوي، په قوي اراده او تدبیر سره پر مخ ځي؛ نو د خپل ګران هېواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره لاس په کار شئ، وطن مور ده، د مور خدمت فرض دی.
سرخط ورځپاڼه