سمسور نیوز (۱۱لړم۱۴۰۱) د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند ویلي، د نننۍ چاودنې له کبله د کلیو او پراختیا وزارت ۸ کارکوونکي ټپيان شوي دي.
خالد ځدراڼ ویلي چې دا چاودنه د کلیو او پراختیا وزارت د کارکوونکو په موټر شوې ده.
نوموړي زیاته کړې، چې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.
پېښه نن سهار د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند «کارتهمامورین» سیمه کې د سړک غاړې د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله شوې ده.
تر اوسه کومې وسلهوالې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.