په تېرو درېیو میاشتو کې په میدان وردګ ولایت کې له ۸زره او ۶۰۰ څخه زیات پاسپورټونه وېشل شوي دي.
کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې لېکلي، چې په تېرو درېیو میاشتو کې یې په میدان وردګ ولایت کې ۸زره او ۶۹۵ پاسپورټونه وېشلي چې په واسطه یې د دولت بودېجې ته ۴ مېلیونه او ۲۳۱ زره افغانۍ عواید جمع شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې هېوادوال د پاسپورټ د اخېستلو په پروسه کې د ستونزو د کموالي خبره کوي.