بدرنګه خياط وه، مګر كار يې ښايسته و او كالي يې ډېرښه ګنډل. د فېشن خاوندانو خپلې درېشۍ په بل چا نه جوړولې، هر چا به ويل چې فلانكى ډېر ښه خياط دى، د ده په شان لباس بل څوك نشي جوړولى.
دغه هنر په دغه سړي كې ډېر غرور او تند خوي پيدا كړي و، يعنې څومره چې د ده څېره سپۍ وه هغومره يې خوى هم سپى و، مګر دغو دوو سپو د چامخه نشوه نيولى او د خلكو هجوم په ده باندې ورځ په ورځ زياتېده، ځكه چې صفت او هنر په ده باندې د ښه خياط نوم ايښى و.
كه دا سړى له دغې ناشولتې څېرې او خپل بد عادت سره ښه خياط نه واى، له ده نه به بد بخته انسان بل نه و يا به دى هغه وخت د ښه سلوك او ښه خوى خاوند او سيرت به يې بل راز و، يعنې ښه خياط به نه و ښه سړى به و، مګر اوس د ده هنر او كمال ښه خوى ته ضرورت نه لري او د ده په بد خوي او بده څېره يې ډېره پرده غوړولې ده، ځكه هر چا ته ښه ښكاري او هر څوك ورته په قدر او عزت ګوري.
فن او صنعت ډېر ښكلي شاګردان د ده لاس لاندې كړه او د ډېرو ښكلو د قد او اندام اندازه اخلي. زه دغه خياط په دې حقيقت ډېر ښه پوه كړم، چې د انسان حقيقت په صنعت او هنر پټېږي، ځكه دغه سړى د خلكو په نظر كې محبوب دى او هر څوك يې د زړه ساتلو كوښښ كوي. همدغه شان چې يو بدرنګه مخ له ښايسته پلو لاندې پټ دى او د هر چا نظر ځانته را كاږي. دا خياط هم د ښه لباس په جوړولو كې پټ دى، چې څوك يې حقيقت ته نه ګوري كار او لياقت ته يې ګوري.
د ښه لباس اغوستل، خو په ځاى پرېږده جوړل يې هم دغومره اثر لري، چې بد ښه كولى شي.
لباس په لومړي وخت كې د ځان پټولو دپاره جوړ شو، چې پخوا يې ښايست هم پټاوه او د ښكلا مخه يې نيوله خووروسته پخپله دومره ښكلي شو، چې د انسان اصلي او حقيقي ښايست يې له هر چا هېركړ او د تاوس بڼو كار ترينه واخيستل شوه.
د انسان لباسونه ډېر زيات او څو رازه دي، چې ځينو ته مونږ د لباس په نظر نه ګورو، هغه ښايست او ښكليتوب چې د انسان په څېره كې وينئ، له يوه لباس نه زيات قيمت نلري كه څه هم په ډېر جګ نرخ خرڅېږي او له انسان نه يې قيمت ډېر لوړ شوى دى.
په دغه قيمتي لباس كې هم د انسان عيبونه پټ دي او ستا دا عيوب دا ښكلې پرده د ستر دپاره د انسان په معايبو اچولې ده.
هغه، چې مونږ ورته خوبان وايو او ډېر ښكلي په نظر راځي مونږ پرې زړونه بايلو او عشق ور سره لرو، مګر په دې نه پوهېږو، چې څومره بد خويونه او ناكاره عادتونه په دغه ښكليتوب كې پټ دي. كه دا خبرې او عادات په بل چا كې وي ډېر بد ورته ګورو، مګر دلته د صورت ښايست د سيرت عيب پت كړى او په همدغه وجه د ليلىٰ سپى د مجنون په نظر كې ښاغلى دى. د همدې لامله د معشوقو جفا له وفا نه ښايسته ده او د ښكلو ظلم او ستم ظالمانو ظلم غوندې بدرنګه نه دى.
مونږ علاوه په دغو ظاهري لباسونو معنوي لباسونه هم ځانته پيدا كړي دي، چې يو له بله پكې ځان پټوو او په دغه وسيله خپل حقيقت له پوهانو او هوښيارانو نه هم پټ ساتلى شو.
د دغه لباس نوم پوهه او هوښياري ده، چې د علم او معرفت په نامه يادېږي.
هغه چې زمونږ په نظر كې عالم، فيلسوف يا اديب او هنرمند معلومېږي د هغه عيبونه د علم او پوهې د پردې لاندې پټ دي، چې مونږ يې ښه نه وينو يا يې ډېرښه وينو او نقص راته كمال معلومېږي.
څنګه چې فصاحت او بلاغت كله حق ناحقه كوي او غلط صحيح ښيي د فصاحت او بلاغت خاوندان هم له ډېرو عيبونو سره زمونږ په نظر ښاغلي ښكاري او اصلي حقيقت يې رانه پټ دى.
هو! د جمال او كمال خاوندان او د علم او معنىٰ صاحبان د ډېرو ښكلو او ښايستو پردو تر شا پټ دي، چې مونږ يې اصلي بڼه نه شو ليدلى.
د منطق او بيان خاوندان خپله بدي هم نېكي ښودلى شى او د بل نېكي بدرنګولى شي.
د دې عصر سحر او جادو په دغه ډول زمونږ په سترګو او نظر لوبې كوي.
ډېر وخت په كار دى، چې انسان طلسم هم مات كړي او حقيقت ته ورسېږي يا له يو بل طلسم او بل سحر سره مخامخ شي.
مونږ اوس انسان نه وينو يا د انسان رنګ او صورت وينو يا يې په وينا او خبرو كې ګورو، كه ډېر وړاندې لاړ شو، نو كار او هنر كې يې وينو.
د انسان حقيقت صورت نه دى، پوهه نه ده فصاحت او بلاغت نه دى. په كار او صنعت كې هم د انسان فطرت او نفسي كيفيات څوك نه شي ليداى.
دا ټول شيان د انساني حقيقت د پټولو او ښه ښودلو رنګ رنګ لباسونه او حجابونه دي. د انسان غراېز او خوبونه د انسان اصلي حقيقت دى، چې ډېرې پردې يې په مخ پرتې دي. انسان پس له مړينې په قبر كې هم بې پردې نه شي او سېدلى او چېرته، چې دى نه ځان وينې او نه بل وينې بيا هم بايد په كفن كې پټ وي، ځكه چې د ده ټول عزت او حرمت په دې كې دى، چې بې پردې نه شي او څوك يې بې پردې ونه ويني.
هغه انسان، چې په عبادت كې يې ريا پټه ده، په هوښيارۍ كې يې شيطنت پټ دى او سخاوت يې هم د يوه داسې پټ تجارت نوم دى، چې له ګمركي محصولاتو نه هم معافيت لري، هغه تر قيامته له نورو نه ځان پټولى شي.
دا ستر، لكه د ښځو حجاب او حيا هغه شى نه دى، چې د مدنيت او تجدد شمال يې له مخه لرې كړي. په دغه ستر ډېر بې پردې خلك هم ډېرټينګ دي.
چېر ته، چې د نن جامې ډېرې لنډې شوې دي او خلك د صورت بربنډولو ډېر هوس لري، هلته هم د انسان سيرت او حقيقت په ډېرو پردو كې پټ دى.
په انسان كې ځينې داسې ضعيفې جنبې شته، چې له ډېرې حيا نه خپل خاوند ته هم ځان پوره نه ښيي او انسان ورته له ډېره خجالته سم نه شي كتلى، همدغه سبب دى چې هر څوك خپل ځينې شيان هېروي او خپلو عيبونو ته داسې اصلاحي رنګونه وركوي، چې په خپل ځان يې ګمان بل راز شي او خپل شعور هم وغولوي. نن د انسان څېره په تلويزون كې له ډېر لرې ځايه ښكاري، مګر د انسان معنوي څېره او باطني تصوير دومره پټ دى، چې سړى په خپله خپل ځان پوره نه شي ليدلى، بلكې خپل عكس د نورو په نظر كې ويني. كه چا ته چا ښه ويل هغه ځان ښه ګڼي او خوشحالېږي، كه خلكو څوك بد وګاڼه له بدو خلكو سره په زندان كې لوېږي، كه څه هم يوسف يا سقراط دي.
همدغه وجه ده، چې له ډېرو خلكو نه د ستايونكو په ستاينو د متملقينو په منطق ځانونه وركېږي او خپل ځان بل شان ويني. د همدغې اغيزې په سبب اوس د ځينو رنځورانو علاج په خبرو كوي او ډاكټران ورته وايي، چې ډېر ښه يې او هېڅ مرض دركې نه شته، يعنې د دغه دروغو شاهدي ناروغ هم ښه كولى شي او يو طبي علاج ګرځيدلى دى.
زه دا منم، چې په دنيا كې ښه او بد شته، مګر د ښو او بدو په پېژندلو كې دومره سودايي شوى يم، چې دغه تميز رانه ورك غوندې دى. كيداى شي، چې مونږ ډېرو كسانو ته په دروغو ښه ووايو او هغه ښه شي يا ډېر ښه بد ګڼو او هغه بد شى، چې زمونږ ښه او بد زمونږ د تصور او تفكر نومونه دي نه د حقايقو.مونږ هغه چا ته ښه وايو، چې زمونږ ښه او بد زمونږ د تصور او تفكر نومونه دي نه د حقايقو. مونږ هغه چاته ښه وايو، چې زمونږ په ذهن او نظر كې ښه وي نه دا، چې په خارج كې ښه وي يا يې حقيقت ښه وي
مونږ څومره او څو زره كاله پخوا هم د ښو او بدو په نامه ځينې شيان له ځينو نه ښه ګڼل او اوس هم ښه او بد يو راز ګڼو، ښايي چې بد ښه وګڼو او ښو ته بد ووايو، په همدغسې تميز ځان له بې تميزۍ نه وژغورو.
مونږ ظلم بد ګڼو او عدالت خوښو، مګر ځينې مظالم راته د عدالت په څېر ښودل شوي دي او ډېرو بدو خلكو راته ځانونه ښه ښكاره كړي دي، يعنې منطق او استدلال، ريا او تذوير، شعر او ادب، عقل او فلسفه، عرف او عادت، سياست او تمدن، كله له سمې لارې نه اړولي يو او زمونږ په شعور او احساس يې هر راز لوبې كړې دي. دا كار هر كله او هر چېرته پوهانو او د هنر خاوندانو كړى دى، احمقان او ساده ګان خداى له دغسې سترو ګناهانو نه ساتلى دى، د هغوى اغراض او مطلب دومره لوڅ دى، لكه د متمدنو خلكو مېرمنې، هغوى د حقايقو په پټولو كې ډېره لږه برخه لري او ژبې يې له زړونو سره ډېر غدر او خيانت نه كوي. هلته دوستي او دښمني، ګناه او تعدي ظلم او رحم ځان بل راز ښيي.
ريا او ټګي د هغوى كاله ته ډېره لاره نه لري.
هلته د صداقت ځاى سياست نيولى دى.
هلته خلك ډېر لباسي خلك نه دي او په ډېرساده لباس كې ژوند كوي.