د خپل هېواد تېر ته چې ګورم، دا هم ښه بولم، ځکه چې لومړی ځل واک د رايو له لارې لېږدول کېږي او د يو بل پرضد د مرميو د ويشتلو برخلاف تبصرې کوي. زه چې څومره د مناظرې په اړه پوهه لرم، مناظره کې بحث او د يوه او بل پروګرام ننګول دي او ورسره د خپل پروګرام او طرحې څخه ننګه کول دي، خو د طلوع تلویزون په بېګانۍ مناظره کې دا هیڅ یو هم نه و او د استاد داود جنبش په وینا يوې ګروپي مرکې ته ورته و، چې هر یو به خپل ځواب وایه او د بل په پروګرام به یې هیڅ نقد نه کاوه. زما تمه له دې مناظرې دا وه، چې دوی به په رښتیا مناظره کوي او د طلوع مسؤلين به دوی په رښتیا هم مناظرې ته رابللې وي، خو چې ومې لیدل یوازې همدا ګروپي مرکې وې او بس. دا ځل یې کوښښ کړی و، چې ځان روڼ وښيي او د خبرو د ټاکلو لپاره یې قرعه واچوله، چې پيل یې قيوم کرزي وکړ. له دې به راتېر شم، چې مناظره څنګه وي او ولې دوی داسې ونه کړل، اصلي خبرو ته به راشم، په ټولیز ډول د پنځو نوماندانو وضعیت ته په کتو سره يو څو کرښې ليکم:
1- د ژبو انډول – يوه کانديد هم د دواړو ژبو انډول برابر نه و ساتلی
2- جرات – رحيم وردګ په کې سخت تر تاثير لاندې و او هیڅ د ولسمشرۍ کاندید ته نه ورته کېده، هغه د چا خبره باډي لنګويچ یې هم بېخي خراب وه. قيوم کرزی هم تر تاثير لاندې و او عبدالله خو هم ایت ناسم تلاوت کړ او بیا ورته چا پيغام ورساوه چې بېرته یې سم ووایه، خو شکر چې سم یې کړ. زلمی رسول هم ښه و او ډاکټر اشرف غني احمدزي ډاډه او ارامه غږېده، که څه هم له خپل باډي لنګویچ څخه معمولاً ډېره ګټنه کوي، خو په ټولو کې یې د کلماتو او جملاتو ارایه ښه او ډاډه وه.
2- دقت او په موضوع پاتې کېدل – ټولو خیالي او عمومي خبرې کولې، ډاکټر صاحب اشرف غني کوښښ کاوه، چې عملي پلان او طرحه وړاندې کوي، خو نه پوهېږم د وخت د کمښت لامله یې ونه شو کړای چې ټول واضح کړي. تر نورو ځکه غوره و، چې د هرې پوښتنې په ځواب کې به یې کوښښ کاوه، چې د ستونزې حل لار ووايي.
3- وخت – رحيم وردګ، قیوم کرزي او زلمي رسول په ډېرو برخو کې کلمه اوږده تلفظ کوله، چې وخت پرې ونیسي، ښايي تر تاثیر لاندې راغلي ول او يا يې هم د ويلو لپاره څه نه لرل، تر وخت مخکې به یې خبرې ختمې شوې، عبدالله عبدالله هم ښه وه، که څه هم دوه ځلې یې تروخت مخکې خبرې ختمې شوې خو بیا هم تر نورو دریو ښه و، ډاکټر اشرف غني احمدزي هڅه کوله، عمومي خبرې ونه کړي او وخت ته په کتو سره خپله لنډه عملي طرحه وړاندې کړي، چې تر ډېره حده بريالی هم و.
4- ډېرو بلکې ټولو دا ویلې چې زما په فکر دغسې به وي او دا کار به موږ ښه کړو، یانې موږ به سوله راولو، موږ به د ښځو حقوق خوندي کړو، موږ به فساد ورک کړو، خو پرته له ډاکټرصاحب غني نه یوه هم ونه ویلې چې څنګه؟ او څه ډول؟
5- رحيم وردګ او قیوم کرزی خو همدا اوس ناک اوټ درواخلﺉ، ځکه چې د دې وړتیا یې نه لرله، چې له ډاکټر اشرف غني او عبدالله، حتا زلمي رسول سره دې مناظرې ته حاضر شي، دوی هسې ځآیونه ډکول او خپل نوبت یې تېراوه. زلمی رسول په دريمه کته ګورۍ کې ځای درلود، تر ده عبدالله ښه و، ځکه چې که نور څه پلان خو دواړو نه لاره ولې د ژبې فصاحت یې تر زلمي رسوله ډېر ښه و. ډاکټر اشرف غني احمدزي که څه هم له پښتو په دري ډېر فصيح غږېده، خو فصاحت، بلاغت او ډاډمنتیا یې تر نورو ښه وه.
له دې ګروپي مرې داسې ښکارېدل چې تر دغو پنځو اشرف غني غوره دی او راتلونکي ته مناسبې او عملي طرحې لري، خو هیله ده راتلونکو مناظرو او ګروپي مرکو کې ښکاره شي.
تر مناظرې وروسته د دوی ویندویان سره ناست ول او د دوی له سمو او ناسمو خبرو یې ننګه کوله، په هغې مرکه کې بیا د قيوم کرزي ویاند تر نورو ښه غږېده او ورپسې د ډاکټر عبدالله او ډاکټر اشرف غني احمدزي، زلمي رسول ويندویان په مراتب سره يو تر بل ښه ول، خو د رحيم وردګ وياند د نوموړي په څیر هیڅ خبرې نه شوای کولای، نه یې د خپل مشر خبرې سمې واضح کړې او نه یې په خپله په کې څه مالګه ور اضافه کړای شوه، د خپل کانديد پسې دی هم ناک اوټ شو.
سپارښتنې: که چېرې طلوع او نور ټلويزونونه داسې مناظرې ترسره کوي، ښه خبره داده، چې مناظرې ته ورته وي او نوماندان په کې دوه یا درې وي، چې دوی وکولای شي، د یو او بل پروګرامونه وننګوي او په پایله کې ليدونکو او ولس ته خبرې واضحې شي.
کوښښ دې وشي، چې کانديدان دې په دوه کته ګوریو ووېشل شي، نه دا چې رحيم وردګ دې له ډاکټر صاحب اشرف غني سره ودروي، ځکه سور کفر دی او په رحيم وردګ مې زړه بدېده، چې له دوی سره ولاړ دی، خو د مجيد قرار خبره، آن ډاکټر عبدالله هم تکړه دی، چې د نړۍ له مفکر او د نړیوالو پوهنتونونو استاد سره څنګ په څنګ د مناظرې لپاره ولاړ دی. خو که غواړﺉ چې په زړه پورې مناظره ولرﺉ، کانديدان سره په کته ګوريو وویشﺉ او د هماغې کته ګورﺉ خلک له یو او بل سره کېنوﺉ، ترڅو نورو ته په زړه پورې شي.
په درنښت
رفيع الله ستانکزی