په بلخ كې د درې غوره شعرونو د غوراوي پنځمه مشاعره وشوه


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • ضمير سار
  • 1372

په بلخ ولايت كې د غويي په ۲۴مه، د درې غوره شعرونو د غوراوي پنځمه مشاعره د بلخ ولسوالۍ په مركز كې د لسګونه مشرانو او ځوانانو په ګډون په خورا شاندارو مراسمو تر سره شوه. 
په دغه مياشتنۍ مشاعره كې د بلخ ولسوال تيمور شاه فايِض سربېره يو شمېر سيمه ييزو مشرانو او سپين ږيرو هم ونډه اخيستې وه.
مشاعره، د ام البلاد ادبي بهير د اونيزو غونډو په خونه كې د همدې بهير په كوربتوب جوړه شوې وه.
په شمال كې د ادبي خوځښت مخكښ، شاعر او ليكوال ذبيح الله احساس په پرانستونكې وينا كې په بلخ ولايت كې د درې غوره شعرونو د غوراوي روانه لړۍ بريالي وګڼله.
نوموړي د نورو څرګندونو تر څنګ په چاربولك ولسوالۍ كې د ورته غونډې د جوړولو وړانديز وكړ.
د هغه په وينا، دغه مشاعره به په يادې ولسوالۍ كې د لومړي ادبي بهير پرانسته وي.
د بلخ ولسوال تيمور شاه فايض په خپلې وينا كې د ځوانانو هڅې وستايلې او له دوى سره د هر ډول مرستې ژمنه وكړه.
د ام البلاد ادبي بهير په استازيتوب د دغه بهير غړي ډاكټر ضاالرحمان د روانې غونډې په جوړېدو د خوښۍ تر څنګ په دغه ولسوالۍ كې د ام البلاد ادبي بهير په كړنو رڼا واچوله.
نوموړي وويل چې له تېر يو نيم كال را په دېخوا له بلخ ولسوالۍ څخه ام البلاد ادبي بهير د شمال ادبي خوځښت سره يو ځاى شوى دى
د هغه په وينا دغه بهير تر دې دمه ۹۰اوونيزې غونډې كړي او د يو پنځسويز كتابتون په جوړوني لاس بري شوي دي.
د غونډې په دويمه برخه كې د شعرونو سيالۍ وړاندې شوه، چې په پايله كې د ټاكلي هيات له خوا درې غوره شعرونه وټاكل شول.
د چمتال ادبي بهير غړى رحمت الله مظلوميار د لومړي،  د ام البلاد ادبي بهير غړي رحمت الله ځيرك  د دويم او ... د درېيم غوره شوي شعر په وياړ، پر ستاينليكونو او ډاليو ونمانځل شول.
د غونډې په پاى كې د بهيرونو د استازو او سيمه ييز مشرانو په سلا مشوره په چاربولك كې د راتلونكې غونډې تكل وشو.
ياده دې وي، چې د دغې غونډې د لګښت په برخه كې د حاجي عبدالبشير هوتك له خوا ۱۰۰ ډالره مرسته شوې وه.
د درې غوره شعرونو د غوراوي مشاعره د بلخ د فرهنګي يون د ګړندي كېدو په موخه د شمال د خلكو عنعنوي اصلاحي جرګې د فرهنګي څانګې (مومند بابا ادبي بهير) په نوښت ۶ مياشتې وړاندې په لاره واچول شوه.