د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف وايي چې هېواد یې د افغانستان له تلپاتې پرمختګ څخه ملاتړ کوي.
سعیدوف پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې په تاشکند کې یې د افغانستان سرپرست حکومت له سفیر عبدالفغار بحر سره په کتنه کې د دوه اړخیزو او سیمهییزو مسائلو په اړه خبرې کړې دي.
نوموړي د سیمې په سوداګریز بهیر کې د افغانستان د یوځای کېدو پر اهمیت ټینګار کړی او د سیمې ثبات لپاره یې د پراخې اقتصادي همکارۍ، پیاوړي اتصال او فعال شراکت اړین بللی دی.
په ورته وخت کې په ازبکستان کې د افغانستان سفارت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې په دې کتنه کې دواړو خواوو د افغان ټرانس پروژې تړون، د افغان سوداګرو لپاره د ویزې اسانتیاوو او د سوداګرۍ کچې زیاتولو لپاره د سرحدي چارو ساده کولو په اړه خبرې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کلونو کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ سیاسي، اقتصادي او سوداګریزې اړیکې د پام وړ پراخې شوې دي.