سرې میاشتې د سوري زړه پر ناروغۍ اخته ماشومان د کابل  روغتونونو ته ورپېژندلي

سرې میاشتې د سوري زړه پر ناروغۍ اخته ماشومان د کابل روغتونونو ته ورپېژندلي


  • 11 مياشتي دمخه (02/10/2023)
  • سمسور نیوز
  • 585

د افغاني سرې میاشتې ټولنه وایي، په سوري زړه ناروغۍ اخته ۳۰ نور ماشومان یې د درملنې لپاره د کابل یو شمېر روغتونونو ته ور پېژندلي دي.

یادې ټولنې په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي، چې دغه ماشومان په کابل کې دوو داخلي روغتونونو ته ورپیژندل شوي او درملنه یې په وړیا توګه تر سره کیږي.

سره میاشت وایي، په تېرو شاوخوا ۱۴ میاشتو کې ۱۸۶۹ د سوري زړه په ناروغۍ اخته ماشومان د درملنې لپاره په هېواد کې دننه کورنیو روغتونونو ته ورپېژندل شوي او ټول لګښتونه یې دا ټولنه ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې لا هم په هېواد کې د سوري زړه په ناروغۍ اخته زرګونه ماشومان د درملنې په تمه دي.