نامالومو وسله‌والو لکي مروت کې د یوې کورنۍ اته غړي وژلي

نامالومو وسله‌والو لکي مروت کې د یوې کورنۍ اته غړي وژلي


  • 11 مياشتي دمخه (10/01/2024)
  • سمسور نیوز
  • 405

نامالومو وسله والو د لکي مروت په تختې خېلو سیمه کې د یوې کورنۍ اته غړي وژلي دي.

د سرچینو د مالوماتو له مخې، په وژل شویو کسانو کې دوه ښځې، دوه ماشومان او څلور سړي شامل دي.

که څه هم تر اوسه د پېښې انګېزه نه ده مالومه؛ خو یادې کورنۍ ته تر دې وړاندې له پاکستان حکومت سره د اړیکو پرېکون په تړاو څو ځله د ټي. t پي یو ځايي قومندان توصیې کړې وې.

د سرچینې په خبره، د سیمې خلک قهرېدلي او په وسله والو پسې یې د غچ اخیستلو په پار وسلو ته لاس کړی.

تر پېښې وروسته پولیسو په سیمه کې چاڼیز عملیات پیل کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې پاکستان کې د ملکي وګړو نښه کولو پېښې زیاتې شوې دي چې د خلکو  اندېښنې یې راپارولي دي.