که پوښتنه وکړو، چې د مذهبي افراطيت سرچينه څه شی ده؟ يوازينی کره ځواب يې، مذهبي فکر يا مذهبي فهم دی.
آيا د اسلام تعبير او تفسير په دې بڼه کېدلی شي، چې مذهبي افراطيت ترې وزېږي؟
که څه هم دغه ځواب به د ډېرو لوستونکو توند غبرګون وپاروي، خو په دې کې شک نشته، چې اوسنۍ افراطي ډلې، چې ځان اسلامي بولي، د اسلام د همداسې افراطي تعبير له کبله زېږېدلې دي.
د قران کريم، چې يو واحد متن او جوړښت لري، دوه داسې تعبيرونه شوني دي، چې د يوه تعبير له مخې به د هر هغه انسان وينه تويول روا (حتی واجب) وي، چې زما له نظر سره معمولي مخالفت هم ولري، فرق نه کوي، چې کافر دی، مسلمان دی، يا ملحد دی. مګر، د دوهم تعبير له مخې به ان د يوه حیوان وينه تويول هم لوی جرم او جنايت برېښي او انسان ته خو به په بده سترګه کتل هم د نه بښنې وړ جرم وي.
ډېر لرې به نه ځو. وګورئ، زموږ په خپل وطن کې ط او داعش د خپل هر بشري جرم او جنايت په دفاع کې د هماغه قران ايتونه بيانوي، چې د همدې جنايتونو غندونکي يې په ډېر ټينګار او تاکيد تبليغوي.
«نعره تکبير»؛ درز چاودنه به وشوه. ماشومان، پېغلې، ځوانان او سپين ږيري به په وينو کې لت پت پراته وو. له بل لوري به، ملي ځواکونه راغلل. «نعره تکبیر»؛ درز، درز، رذيل او بې غیرته دښمنان به د پېښې په ځای کې غار، غار شول.
د يوه لوري شعار: «الهي نصرت له موږ سره دی، د کفر او جهل لښکر دی، سرونه ترې غوڅ کړئ. نعره تکبیر!»
د مقابل لوري شعار: «د هېواد او اسلام دښمن راغلی، ژوندی يې مه پرېږدئ. نعره تکبیر؛ الهي نصرت له موږ سره دی!»
له دې خبرو مې هدف دا دی، چې د دواړو لوريو يو ژوندی انځور درسره ولرئ.
موږ په دغه جګړه کې هېڅ کله نه شو بريالي کېدلی. دښمن دې ولې زما انسانيت پلوه مذهبي فهم ومني او زه ولې د هغه انسانيت دښمنه مذهبي فکر ته غاړه کېږدم؟
په مذهبي افراطيت کې د دښمن ګټې نغښتې دي. د خپلو ګټو لپاره افراطيان تر هر څه تېرېدلی شي. د دې يو لوی لامل دا دی، چې افراطيت د عقلانيت پښې نه لري او د انسان عقل ړندوي.
راځئ، دوه نور ژوندي انځورونه هم درکړم. يو وخت په سعودي کې د وهابيزم پلوي را پاڅېدل او د هېواد له ګوټ ګوټ څخه يې مجسمې، انځورونه، تاريخي ځايونه او قدیمه اثار له دې وېرې له منځه يووړل چې د شرک سبب نه شي. خو نن ورځ همدغه وهابیان له شيدو تر پاپړو پورې، په هر څه کارټونان، د فوټبال د ټيم لوبغاړي او نور اتلان انځوروي او د پاچا او وليعهد انځورونه به يې يوازې په تشنابونو کې نه وي، نور يو ځای هم ترې پاتې نه دی.
دوهمه بېلګه يې، همدا اوسمهال واکمنه ډله ده، چې يو وخت يې د بودا هنري-مذهبي او تاريخي مجسمه د همدې پورتني بنسټ له مخې ړنګه کړه، خو نن ورځ يې څوک د ټلویزون له مخې ايسته کولی نه شي.
پورته مې وويل، چې موږ دغه جګړه نه شو کټلی، خو ايا زموږ بدبختي حل لاره هم نه لري؟
د دې ځواب په دې پوښتنه کې نغښتی دی، چې موږ څومره دې ته لېواله يو، چې ځان او نړۍ پر دې پوه کړو، چې موږ مذهبي واکمني نه غواړو او کولی شو، چې د خپلې سوکالۍ او پرمختګ په خاطر دغه ناسم ډسکورس مات کړو، چې په دين د هرې بلا علاج دی؟
رحمت شاه فراز