په بغلان ولایت کې هغه سپین ږیری سړی له بنده خوشې شو، چې د خپل زوی له لوري په بند کې ساتل کېده.
د بغلان د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر په یوه خبر پاڼه کې ویلي، چې دغه سړی له ۱۵ مياشتو راهيسې د پلخمري په حسين خېلو سيمه کې خپل زوی په کور کې بندي ساتلی و.
خبر پاڼه کې نور معلومات نه دي ورکړل شوي؛ خو ویل شوي چې د موضوع د روښانه کولو لپاره يې پلټنې پيل کړې دي.
څه موده وړاندې د بخت بي بي په نوم یوه عمر خوړلې ښځه هم له کورني زندانه خوشې شوه، چې د خپل ورور له لوري ۲۵ کاله په بند کې ساتل شوې وه.