سمسور نیوز (۲۰لېندۍ۱۴۰۱) سیمه ییز خلک وایي، د کندهار په سپین بولدک کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده.
سرچینې ویلي، دغې نښتې یو ساعت دوام وکړ؛ خو چاته په کې زیان نه دی اوښتی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د سپین بولدک - چمن دروازه هم اوسمهال خلاصه ده.
نښته هغه مهال رامنځ ته شوه، چې افغان ځواکونو غوښتل له پاکستان سره پر پوله یوه نوې پوسته جوړه کړي؛ خو پاکستاني لوري یې مخالفت وکړ.
تر اوسه د ا.ا حکومت او ځایي مسؤلینو په دې تړاو څه نه دي ویلي.
په دې وروستیو کې د افغان او پاکستاني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ څو ځلې نښتې شوې دي، چې مرګ ژوبله یې هم لرلې ده.