د ایران د بهرنیو چارو وزیر راتلونکې اوونۍ پاکستان ته ځي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر راتلونکې اوونۍ پاکستان ته ځي


  • 5 مياشتي دمخه (22/01/2024)
  • سمسور نیوز
  • 257

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان به د روانې سلواغې میاشتې په ۹ مه نېټه پاکستان ته سفر وکړي. 

په خبرپاڼه کې راغلي چې د ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ټلېفوني اړیکه کې هوکړه کړې چې د دواړو هېوادونو سفیران به د سلواغې میاشتې تر شپږمې نېټې بېرته خپلو چارو ته دوام ورکړي.

د تهران او اسلام اباد تر منځ تر ترینګلتیاوو وروسته پاکستان له ایرانه خپل سفیر غوښتي و او د ایراني سفیر د ورتګ مخه یې نیولې وه.