اکبر سیال د پښتو ژبې سپیځلې ښاغلے او د نن دور د نماینده شاعرانو نه یو دے چی په کال 1963 کښې د ملاکنډ په قدرتی حسن مړه او پټه د ننګ او پت په پښتنه سیمه په بټ خیله کلي کښې په يو داسې کورنۍ کښې زیږیدلې دے ۔ چې د نسب د شجرې سر يې د افغان نيپولين عمراخان جندولي سره لږي ۔ اکبر سيال د ترکلانو د مست خيل ټبر نه دے د ترکلانو يو ټبر سلارزے دے ۔ په دې حواله مونږ { زه او سيال } وروڼه عزيزان هم يو او د يو فکر عمل د قافلې د ژوند د لارې ، ژوندي او ګړندي ملګري يو۔ چې اساس يې مينه ، پښتو ، پښتو پښتون ولي انسان دوستي ده ۔د شلمې صدۍ لوی روښان فکره دانشور فضل محمود مخفي صيب هم د ترکلانو د ماموند ټبر نه ؤ ۔ څوک چې د پښتنو په سيمه د تعليم د خورونې داغي او په پښتونخوا کښې د آزادو اسکولونو پرانستو بسنټ ګر او د جنګ آزادې لوی مبارز وو ۔ مخفي صيب په هڅو د پښتنو د هغه دوه تحريکونو چې يو په اسلامي جهاد يقين لرو او بل په عدم تشدد د لارې د آزادۍ تحريک پرمخ بوتلو ۔ د يو مشر حاجي صيب د ترنګزو وه او بل د باچاخان په مشرۍ کښې د قام رهنمايي کوله ۔ مولوي فضل محمود مخفي او عبدالکبر خان اکبر ددې دواړو تنظيمونو ترمينځ د پل کار ورکولو۔ ړومبې آزاد سکول هم په لکړو مومندو کښې د حاجي صيب ترنګزو په مشرﺉ کښې دې مشرانو پرانستې وو ۔ روستو د افغانستان امير غازي آمان اللّه خان هم د مخفي صيب د علم پوهې تجربې نه د تعليم په لړ کښې استفاده کړې وه ۔ ددې دومره تفصيل نه روستو مونږ دا ويلے شو چې د ظلم جبر استحصالي او استغماري قوتونو پرضد مبارزه علم و دانش او فکر و فن د ښاغلي اکبر سيال په وينه کښې شامله ده ۔ دغه وجه د چې اکبر سيال د ځوانۍ په وخت د علم د تحصيل په دوران کښې د پښتنو د قامي او مترقي تحريکونو په فعالو منورينو کښې شامل وو ۔ چې د قلم سره سره يې عملي مبارزه کړې ده او په دې لړ کښې يې د قيد و بند صعبتونه برداشت کړي دي ۔ اکبر سیال د پښتو ژبې ياد شاعر اديب دے ۔ هم د ځوانۍ په وختونو کښې يې په بټ خیله کښې د خپلو ملګرو سره د پښتو ادبی ملګری 'پام' چې اوس هم وجود لری بنا کړو او ددې تنظيم د یو چټک غړي په حیث یی د خپلې ژبې ادب د ودې پرمختګ دپاره ډير ستړې کړي دي۔ او ډير ګټور علمي او فکري سيمينارونه او ادبي دستورې راجوړې کړې دي چې اوس د پښتني تاريخ د وياړ برخه ده ۔ يقينناً چې د ادب تخلیق لوې کار دے ۔ خو د ادب خورونه او روزنه پالنه له دې هم زیات لوے او زړه ستړې کار دے ۔ دا لوې او زړه ستړے کار ښاغلي سیال او د هغه ملګرو ډیر په نره او راستﺉ کرې دے ۔ کله چې د فکر محور بدل شو سياسي ګوندونه د ورکرانو په ځاې د سياسي نوکرانو لاسو ته ورغلل او د نظريو ځاې ذاتي ګټو ونيوؤ ۔ نو اکبر سیال زړه ستړې درګړې درګړې اسلام آباد ته په کال 1989کښې راغې دلته د وفاقي حکومت هاوس او ورسک د وزارت په يو ذيلي اداره کښې ملازمت شروع کړه ۔ او په ادبي او کلتوري سنګر يې د خپلې ژبې ادب د ودې پرمخ تګ دپاره هڅې شروع کړې هم په دې اساس ړومبې” د پښتو ادبی سوساییټۍ اسلام آباد“ سره ملګرې شو ۔ په کال 1990 کښې څو فکري نظرياتي ملګرو په اشتراک” پښتون کلچرل ایسوسي ایشن اسلام آباد“ جوړ کړو چې تردې دمه خپل وجود لري ۔ هم د دغه تنظیم د سیوري لاندې يې د رنګونو ماښام په نوم د اسلام آباد په فاییو سټار هو ټلونو کښې داسی کامیاب ادبي کلتوري سیمینارونه وکړل چې خلق یې اوس هم یادوي د ژوند د بیلا بیلو طبقو نماینده شخصیتونو ته یې ایوارډونه په ډير درنښت ورکړل۔ سیال د پښتو ژبې قامی، مترقی شاعر دے ۔ هغه لکه د پښتو د نورو شاعرانو د خپل مخنت د ګټې نه په خپله مورنۍ ژبه خرچ کوي۔ د سیال تر اوسه اتهء شعري ټولګې چاپ دی د سیال کلام د قامی او مترقي رنګ سره شوخ رومانی رنګ لري ۔ ښاغلي اکبر سيال د خپل فوکلور او کلاسک روح په خپل روح کښې ضم کړې دے ۔ دغه وجه ده چې د هغه شاعري په پښتون اولس اغيزې کوي۔ د هغه په شاعرۍ کښې یو ردم ، آهنګ سره پښتانه رنګونه دي او د خپل ځپلي ولس احساس محرومﺉ ، طبقاتي ناهموارﺉ بې انصافﺉ ډير په لطيف انداز هنري پيکر د غزل او سندرې موضوع جوړه وي۔ د ښاغلي اکبر سيال د خپل ګل ګل وطن او ګلالي ولس سره د مينې د جزبه ډيره په شدت کښې ده ۔ دغه وجه ده چې پښتون ولس په غوږونو د هغه شعر ښه لږي او زړه ته پريوزي ۔ هم په دې سبب پښتانه سندرغاړي مجبوره وي چې د هغه کلامونه اووايي او د خپلو پښتنو مينه والو داد واخلي ۔ ښاغلے اکبر سيال د پښتو هغه بختور شاعر دے چې په ژوندانه د هغه شاعرۍ ته قبول عام درجه ورته ده ۔ او په ادبي او ولسي محفلونو کښې د سندرې د شهزاده په نوم ياديږي۔ هر څو که هغه ته د ”شهزادہ“ لفظ سره اتفاق نه لري خو چونکې اکبر سيال ته ”د سندرې شهزاده“ ارواښاد استاد اکرام اللّه ګران باچا ويلي وو نو د ګران باچا ددغې مينې دغه تورو ته اکبر سيال ډير احترام ورکوي ۔ ښاغلے سيال که يو خوا د خپلې شاعرۍ په وسيله د خپل دړديدلي ولس په دردونو پهې ږدي نو بل خوا حوصله هم ورکوي ژوند ته يې هڅه وي ۔ د خپل پښتون ولس پرکاله جزبې او احساسات راپاره وي۔ لکه وایی۔