د((پسرلي))دشاعرانه موسم ((پسته اور))


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • زرين انځور
  • 2596

څلوريځي

دنـــوميـــــالي افــــغان شاعــــر اســــتــاد محمد صـــــديق پــســــرلي نــــوم، تــــر ډيــــــره ځـــايه دغزليزي شاعــــري د ښــــايــــــــست د پــــــاڼـــــو لــــــه يــادونو سره بـيــــــــا بــــيـــــا تــــکــــراريـــږي اوددې پــــه څنـــــګ کي د يـــــو ډول ((آزادونــــظمــونــــو)) د ((نيــــــمه آزادي)) شـــاعـــــري پــــه بهـــيــــر کــــي ئې د شــــاعــرانه رنګونو ښکـــــلاوي عطـــــرونـــــه پـــــاشـــــي ، خــــو ددي پـــــــه څـــنګ کــــــي هغــــــــه د څـــلــــــوريــــځو شــــاعـــر هــــم دي او پــــه معاصـــره پښتو شاعـــري کي دڅلوريځو دښايست ديــــو لاس دګـــوتو دشمــــېر په شاعرانـــوکي د دريـــــــدلـــــــو ويـــــــاړ لــــري .

پــه زړه پـــــوري خبـــــــــره داده چـــــــي هــــغـــــه خپــــلــه شاعــــــري هم لــــه څلـــــوريځــــــو پـــيـــل کــــړې ده. هــــــغــــه دخــــپــــل وړکــــــتـــــوب دعــــمـــر خبــــــره کـــــــوي او لـــيـــــکي :
(( په هغه وخت کي ګومان کوم دمرحوم محمد ګل نوري په قلم دقلندر اوميراکيسه په کابل مجله کي خپره شوې وه . له هغې کيسې سره مي دقلندر يوڅو څلوريځي هم ولوستلې ، دغو څلوريځو زما په زړه او ذهن ډيره اغېزه وکړه ، ويي هڅولم چي په هغه وزن زه هم څه ووايم . ډيري څلوريځي مي وويلې او ومي ليکلې خوڅرنګه چي زړه مي اوبه ورباندي نه څښلې ، له منځه مي يوړې ، اوس دهغو وختو يوازي يوه څلوريځه را پاته ده چي دا زما د ټولي شاعري لومړۍ بيلګه ده:

لاله ښکاره شوپه يوه داغ بانــــدي
ماپـــټ ساتـــلي ترپــــــردولانـــــدي
نسيــــمه راشــــه زړګي مـــي واکړه
چي کړم داغونه خلــــکوته وړاندي

نوبې ځايه به نوي که ووايم چي زماشاعري له څلوريځو پيل شوي ده .))
پر((پسته اور )) سريزه
پــدي تــــوګـــــه دهغـــه دغــــه څلــــوريـــــځـــــه شپيــــــته کلنه ده اولـــــــه دې ورســـته ئې هـــم ګــــــــــڼ شمېــــر څلــــــوريـــځي کـــښلـــي دي .

دهغـــه د څلــوريځــــو په اړه زما اوسني خبري دهغه دڅلوريځو ديوازيني خپرې شوې تولګي ((پسته اور)) د څلوريځو په حدودو کي دي چي دغه ټولګه په ١٣٧٤ لمريز کال کي په لاهور کي چاپ شوې اوله زرو زيـــــــاتـــــي څلوريځي په کي خپرې شــــــوي دي . په ((پسته اور )) کي ، سره له دي چي له څلوريځو سره نيټي نه دي ليکلي شوي ، خوڅرګنديږي چي دهغه دپرديسي او مهاجرت دژونددبېلابېلو کلونو شاعرانه بيلګي په کي راغونډي شوي او يا چاڼ شوي دي .په دغه ټولګه کي ترډېره ځايه له موضوعي پلوه په دريو جلابرخوکي څلوريځي ځاي شوي دي . لکه چي هغه په سريزه کي اشاره ورته کوي : ((دامجموعه دموضوعاتو په لحاظ په دروبرخوويشل شوې وه ، چي هره برخه يې يوه مجموعه وه ، خودچاپ لپاره مي وړي رســــالي خوښـــې نشوې ، په يوه کتاب کي مي د(( پسته اور )) په نوم راغونډي کړي ، پسته اور يعني نرم اوميده باران . ))

دڅلوريځو دغه موضوعي وېش په دغو دريو سرليکونوشوى دى .
(( داندېشوخاپي )) ، ((ژړه غوني توري ))او ((دخيالونوسيورى ))

(( داندېشوخاپي)) دطبيعت دښکلاوو ستاينه ده ، دانسان دميني زمزمې په کي دي . ټولنيز اړخونه لري او د نــــــړۍ، انسان ، ژونداومرگ په اړه دشاعر دشاعرانه او فلسفي فکر په زړه پوري څرګندوني په کي شوې دي ، يولړ همېشنۍ اندېښنې په کي غزوني کوي ، ديو لړ فلسفي پوښتنو په توګه اودژوند په اړه داندېښنو په بڼه . دغه راز په دې برخه کې دځوانۍ اومستۍ يادوني هم شته اودمستانه بغاوت ځينې بېلګې هم په کې راترسترګو کېږي .

((ژړغوني توري)) ترډېره ځايه دپردېسۍ او مهاجرت د ژوند د ناخـــــــوالو څرګــــــــندونو او دوطن يادونوته ځانګړي شوي دي . پروطن دروسانو يرغل ، دهغو په وړاندې دمقاومت هنګامې اودخپلواکۍ ولولې ، د دغې برخې موضوع ګاني جوړوي .

(( دخيالونوسيورى)) دمينې ترانې دي او د طبيعت دښايست سندري دي. زما په نظر څلوريځه ، دخپل شعري چوکاټ او قالب په څنګ کې ، د شاعر د شاعرانه فکر يوه مرغلره ده ، د شاعرانه ژوند د يوې ځانګړي شېبې ، د يو ځانګړي حالت ، د يو ځانګړي اغېز ځانګړې څرګندونه ده. يوايجاز بيان دي ، يو شاعرانه وجيزه ده ، يوفکردى ، يوشاعرانه نظر دى ، يوه تنکۍ شاعرانه خبره ده. څلوريځه د شاعرانه سباوون پرخه ده ، شبنم دى ، دباران څاڅکي دي او د (( پسرلي )) دشاعرانه موسم (( پسته اور )) دي ، ميده باران دى. ددغه ډول شاعرانه رنګينوڅلوريځو ننداره به داستا دپسرلي دشاعرۍ په دغو بيلګو کي وکړو چي په هره يوه کي يې يوه رنګينه ، يوه تنکۍ شاعرانه خبر ه هم کړې ده:

لــــــــه بـــــــاتــــــــورانــــــــو تاريـــــــخ جــــــوړيــــــږي
مزل په هسکو ټيټو طى کيږي
د څپو پښو ته هم کله کله
د ګردابــــــــونـــــــــو غوټــــــې ورلويـــــــږي
چې مذهب خاص او دين سرکاري شي
مايه د ياس او د بېزارۍ شي
مدهب دي عام وې خو خداي دي خير کا
مستې بادې ته که بازاري شي
هر يـــــــو ارمـــــان چې وي نـــاتــــــلى
هومره زيبا وي ، هغومره ښکلى
تر کاميــــــابـيـــــــــــو ناکامۍ ښې وي
که چا د ژوند خوند وي پېژندلى
بــــده بـــــلا شـــــوې بــنـــــــي آدمـــــه
چــې ابلــــيـــس تـــښــــــتـــي اوس ســـــتا لـــه چــمـــه
عالــم تـــبـــــاه کــــړې د زړهْ لـــپـــــــــاره
کيـــفونه اخلي د بــــــــل لـــــــــه غــــــــمـــــــــه
د ((بست)) کلا شـــــوه ورانــــــــه ويـــــجـــــاړه
((پــتــــې)) يـــــې نشــــــــــتـــــه ((رابــــيــــــا)) يـــــــې لاړه
((بـــــړ يـــــــــڅ)) بــــــه وي خــــو ((فتح خان)) نشته
تـــــش ((ګرمي)) دي را تـــــه پاتـــــــــــــــه واړه
خيــــر دى که هر څوک هروړ غږيږي
ملت تر هر چا ډېر ښه پوهيږي
دا ډيري خولې دي ، د غلبيل سترګې
چي ښه او بد پرې ښه جلا کيږي
فلسفه ومري ، سلطنت ووړ شي
بتکدې ورانې ، اورتون هم سوړ شي
ښکلى هنر دى چي مرګ يي نشته
هومره ځوانيږي چي څومره زوړ شي
داستا د صديق پسرلي څلوريزي ، دپښتو دمعاصر شعر دڅلوريځو دشاعرانه ډول په څېړلو کي خپل ځانګړى ځاى لري . موږ کولاي شو ، دهغه څلوريځو ځينو ځانګړنو ته په دي توګه تم شو :
په دغو خپرو شويو څلوريځو کي دژوند اومرگ په اړه ، دنړۍ او پيدايښت په اړه يي اودژوند دعام مفهوم په هکله ديولړ فلسفي پوښتنو ، ديو لړ انديښنو ، ديو لړتشويشونو شاعرانه بيلګي ځاي ځاي راترسترګو کيږي . ددغي لړۍ ځينوبيلګو ته پاملرنه کوو:
مرگ به ارام وي که به ستړ يا وي؟
وروستى پړاو دى که به له بيا وي؟
که بيا وي ، چيرته ؟ که نه وي ولې؟
ورکو ته مخ کي بيا ورکيدا وي ؟
د عدم غيږ کي سوکه ويده وو
نه خير او شرو ، نه بد نه ښه و
که بيا عدم وي نو پا که ربه
د پاڅولو مطلب دې څه و؟
که لاړ شو ومرو. نو بيا به څه وي؟
وايي فناده ، فنا به څه وي؟
هيڅوک را نغي له ډيرو تلليو
د خاموشانو دنيا به څه وي؟
که وي ملکې په راز خبرې
ولې ترې ناورو د ناز خبرې؟
د زړه په غوږ کې مې پوکي تل تل
په بل بل طور غماز خبرې
څه بې مقصده مزلونه نغاړو
په څه پسې ورک يو ، څه پسې غواړو؟
د ژوند د ((بست)) هم دوې دروازې دي
په يوه يې راغلو ، په بله لاړو
هسې نه ژوند هم يوه دوکه وي
حقيقت بل وړ ، ريښتيا بل څه وي
شکونه وايي چې خوب به ويني
په بيدارۍ کې به هيڅ هم نه وي

په دغو څلوريځو کي دمستي شاعرۍ ځيني ډيري په زړه پوري بيلګي هم راترسترګو کيږي . زاهد، شيخ او ملا ته دځانګړيو مفاهيموپه توګه نغوتې شته او درياکارۍ دسمبولونو په بڼه ځيني څېرې دمستانه بغاوت پر متروکووهل کيږي ، خو خپل ټول شاعرانه ارزښت ساتي