د پکتيا ځایي چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په مرکز ګردېز کې د سړک غاړې ماين چاودنې څلور ملکي وګړي وژلي دي.
د پکتيا د پوليسو وياند حيات الله نظامي احمدزي ویلي، چې دغه چاودنه نن له غرمې مخکې د ګردېز د څلورمې امنيتي حوزې اړوند په رباط سیمه کې پر يوه سراچه موټر شوې ده.
نوموړی همداراز وایي، چې په دې پېښه کې په موټر کې ناستې دوې ښځې، يو ماشوم او يو سړی وژل شوي او موټر يې هم له منځه تللی دی.
د احمدزي په وينا، دغه څلور واړه وژل شوي ملکيان د بېلابېلو کورنيو غړي دي.
د پکتیا امنیه قومانداني دا د طالبانو کار بولي خو طالبانو تراوسه څه نه دي ویلي.
ورته مهال ښاغلي احمدزي زياته کړې، چې په ياده سيمه کې پوليسو نن څلور کړۍ ماينونه کشف او خنثی کړي هم دي