د ویسټ انډیز او سویلي افریقا تر منځ د پنځه شل اوریزو لوبو دریمه لوبه ترسره شوه او د سویلي افریقا لوبډلې په بریا پای ته ورسېده.
په دغې لوبه کې پچه ویسټ انډیز وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
د سویلي افریقا لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۷ منډې جوړې کړې او د ۱۶۸ منډو هدف یې ویسټ انډیز ته کېښود.
د افریقا لپاره وان ډېر ډوسن ۳۲ او کونټن ډیکاک ۷۲ تر نورو زیاتې منډې جوړې کړې.
د ویسټ اڼدیز لپاره ډیین براوو ۳ او اوبید مکي ۴ لوبغاړي وسوځول.
ویسټ انډیز لوبډلې ټاکل شوی هدف پوره نه شوای کړای او په یوه منډه یې لوبه وبایلله.
د ویسټ انډیز لپاره نیکولاس فوران ۲۶ او ایون لیوس ۲۷ منډې جوړې کړې.
د افریقا لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې انریچ نارت جي او تبریز شمسي دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
ددغې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه تبریز شمسي ته ورکول شوه، چې په ۴ اورونو کې یې ۱۳ منډې ورکړې وې او دوه لوبغاړي یې سوځولي ول.
سویلي افریقا ددې لوبې په ګټلو سره سیریز کې ۲ـــ۱ مخکې والی لري.