طالبان د عامو خلکو کورونه د سنګر په توکه کاروي.
طالبانو بشري حقونه نقض کړي او د جګړې په ډګر کې د عامو خلکو کورونه د سپر په توګه کاروي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا د بشري حقونو کلني راپور کې راغلي، چې طالبانو په افغانستان کې د ملکي خلکو ژوند ته پام نه دی کړی او د جګړې په ډګر کې یې د خپلو موخو لپاره عام خلک قرباني کړي.
راپور کې وړاندې راغلي، چې طالبانو د بشرحقونه نقض کړي او په یاد هېواد کې یې، د جګړې ډګر ګرم ساتلو لپاره، عام خلک قرباني کړي.
په ورته وخت کې بیا د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال یاد راپور ته په اشارې ویلي، چې طالبانو د جګړې په ډګر کې د عامو خلکو کورونه د سپر په توګه کارولي او افغانستان کې یې د خپلو جګړو لپاره د عامو خلکو ژوند تریخ کړی.
نوموړی ټینګار کړی، چې افغان حکومت په بشپړ ډول باندې د ملکي وګړو د ژوند خوندیتوب لپاره هڅه کړي او لاهم په دې برخه کې جدي دریځ لري.