طالبان: هېڅوک د چا شخصي حریم نه‌شي نقض کولای

طالبان: هېڅوک د چا شخصي حریم نه‌شي نقض کولای


  • 2 کاله دمخه (12/01/2022)
  • سمسور نیوز
  • 981

سمسور (چهارشنبه د مرغومي۲۲) د طالبانو حکومت وایي، هېڅوک حق نه‌لري، چې د خلکو شخصي حریم ته داخل شي او هغه نقض کړي. 

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت یو ځل بیا له خپلو افرادو څخه غوښتي، چې د چا شخصي حریم، لکه کور، ټلیفون او نورو الکترونیکي وسایلو ته داخل نه‌شي.

یاد وزارت طالبانو ته په تازه لارښوونو کې کې ویلي، چې د قضايي او امنیتي ادارو د امر پرته د خلکو، د دوکانونو، تالارونو او حمامونو پلټل منعه دي.

د امر بالمعروف وزارت همدا راز په دې لارښوونو کې زیاته کړې:"هېڅ څوک د امربالمعروف او نهی عنی المنکر وزارت او یا د بلې ادارې د کارمند په نامه په یادو ځایونو کې د ازالي منکراتو په نامه مداخله نشي کولای، البته! د امبر بالمعروف او نهی عن المنکر مسؤلین د خپلو اصولو مطابق نظارت کولای شي."

دا لارښوونې پر داسې مهال دي، چې  په دې وروستیو کې د طالبانو له‌خوا د خلکو د شخصي ټلیفونونو د چیک کولو په اړه د شکایتونو راپورونه ورکړل شوي دي.