د جنت لټون


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • رفيع الله ستانکزی
  • 1163

زه د جنت په لټه
تر کومو کومو ولاړم
چېرته مې څه او چېرته څه وکړل
له چا مې ژوند چاته مې ژوند ورکړ
خو
بېرته نهیلی
او ستومانه راغلم
ځکه جنت مې هاخوا دېخوا
ونه موند
یو کتابګوټی مې راواخیست د لوستلو په پار
په کې ليکلي يې ول
جنت د مور او پلار تر پښو لاندې دی


د مور د نړیوالې ورځې په وياړ
دوشنبه ماسپښين – دوه نيمې بجې
نوی ښار کابل