مک ماسټر: د بایډن پرېکړې ناورین رامنځته کوي

مک ماسټر: د بایډن پرېکړې ناورین رامنځته کوي


  • 3 کاله دمخه (19/04/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 1592

سمسور(دوشنبه د وري ۳۰)  د امریکا د پخواني ولسمشر د ملي امنیت سلاکار ایچ ارمک‌ ماسټر وايي، جوبایډن له افغانستان څه د سرتېرو په ایستلو سره بشري ناروین ته لاره هواروي.

نوموړي له سي ان ان سره په خپله تازه مرکه کې ویلي، جوبایډن له افغانستان نه د امریکايي سرتېرو په وتلوسره غلطه پرېکړې کړې ده ځکه دا به یو بشري ناورین ته لاره هواره کړي.

ماسټر په خپلو خبرو کې ویلي، طالبان هڅه کوي چې یو ځل بیا امارت په زوره په افغانانو باندې تحمیل کړي.

ده زیاته کړې، چې افغانستان به یو ځل بیا د ترهګرو پر ځالو بدل او افغانان به یو ځل بیا جګړې سره مخ شي.

نوموړی دغه څرګندنې داسې مهال کوي چې د امریکا حکومت پرېکړه کړې چې د روان میلادي کال د سپېټمبر تر ۱۱ مې خپلو ټول سرتېري له افغانستان څخه وباسي.

دغه راز امریکا کې جنرالانو هم د جوبایډن دغه پرېکړه ناسمه بللې ده او له افغانستان څخه د ځواکونو ویستل یې ترهګري ته بیا لاره هوارول ښودلي دي.