د بهرنیو چارو سرپرست وزیر پر مشرۍ یو پلاوی دوحې ته سفر کوي

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر پر مشرۍ یو پلاوی دوحې ته سفر کوي


  • 1 کال دمخه (27/07/2023)
  • سمسور نیوز
  • 601

‏د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په مشرۍ یو پلاوی روانې میاشتې په پای کې دوحې ته سفر کوي.

د یاد وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپل ټوېټر لیکلي، چې دغه پلاوی به له امریکايي او قطري چارواکو سره لیده کاته ولري. 

بلخي زیاته کړې، چې دغو لیدنو کې به د بندیزونو او تورو لېستونو ختمول، د افغانستان بانکي زېرمو ازادول او د هوايي حریم پر نقض بحثونه لومړيتوب وي.

په ورته مهال، د امریکا بهرنیو چارو وزارت هم په یوه بیان کې ویلي، چې د افغانستان لپاره ځانګړي استازي یې ټام وېسټ او رینا امیري هم دوحې ته سفر کوي او هلته به د ا، ا له چارواکو سره په ځینو مهمو مسائلو خبرې اترې ولري.