د دوحې خبرې بې پایلې دي

د دوحې خبرې بې پایلې دي


  • 3 کاله دمخه (11/02/2021)
  • عارف سمیر
  • 1163

طالبان حکومت نه؛ اسلامي امارت غواړي.

طالبان په افغانستان کې په دې لټه کې دي، چې څنګه اسلامي امارت تاسیس کړي.

لانګ وال ژورنال په خپل یو تحقیق کې د طالبانو په اړه لیکلي، چې دا ډله غواړي په افغانستان کې خپلو موخو ته ورسیږي.

ژورنال وړاندې لیکي، چې طالبان غواړي امریکا له افغانستان څخه ووځي او دوی واک په زور تر لاسه کړي.

د سرچينې په خبره ، د سولې له خبرو سره هم مهاله طالبانو له خپلو وسله والو غوښتي، چې جګړې شدیدې کړي او په افغانستان کې د یو نوي حکومت په اړه فکر وکړي.

یاد ژورنال اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې که وضیعت همداسې روان وي، نو د دوحې خبرې بې پایلې دي او امریکا باید خپل دریځ روښانه کړي.