ظلم، استبداد او تیری د هرې بلې رواني اخیستنې په شان اول فردي، بیا ګډ (ټولیز - قومي) لاشعور ته ورکوزیږي (رسوب کوي) په کرکه او ګروم (عقده) بدلیږي او سلګونه کاله روسته یې هم د غچ اخیستلو غریزه سر راپورته کولای شي.
هغه غربي هېوادونه چې سلګونه کاله پخوا یې افریقايي - اسیایي هېوادونه ښکېل کړي وو، د ښکېل شویو ولسونو کړوسيو هم هاغه ګرومونه او کرکې هېرې کړې نه دي.
د اموي واکمنو نارواوو د ښکېلو ولسونو کرکه تر مورګو راورسوله، اېل شوي ولسونه د خراساني بهزادان (ابومسلم) په مشرۍ راپاڅېدل، اموي خلافت یې راوپرځاوه، خو د عربي واکمنۍ لمن یې ورټوله نه کړلای شوه، د دویمې کورنۍ (عباسي) واکمنو ګواښ ښه پېژانده او ابومسلم یې له ویرې وواژه.
په لویدیزو هېوادونو کې د توریانو، عربتوکمو یا نورو اسیایانو چلند ته په ځیر وګورئ؛ دوی اوس د اروپايي هېوادونو ښاروندان دي او ټول امتیازات و حقونه یې کتمټ د بومي هستوګنو په شان دي، دوی دلته له دوه - درېیو نسلونو څخه ښاروندي (Citizenship) لري، خو هرکله چې پلمه په لاس ورشي، پاڅونونه کوي، اورونه لګوي، ورانی او تاوتریخوالی کوي.
کیسه دا ده، چې څو نسلونه وروسته هم د تېرو ظلمونو، تیریو او نارواوو ګرومونه ژوندي وي او په غچ پسې ګرځي.
د عربي ملتپالنې په اړه څېړنې ښيي، چې عربي ملتپالنه په حقیقت کې له عربي ځانساتنې ریښه اخلي. د اموي او بیا روسته عباسي خلافتونو په دوران کې چې عربي لښکرو په نیول شویو سیمو کې کوم ظلمونه وکړل، د دوی په وړاندې په قومي عقدو بدل شول، همدا چې چنګیزي لښکرو او بیا روسته تورکتوکمو واکمنیو د عربي نیواک لمن ورټوله کړه د عربو په وړاندې کرکې سر راپورته کړ، دا مهال اسلام د یوه دین په توګه له عربي ښکېلاک و زبېښاکه بېل کړای شو. عربي ځانساتنه د یوه ګډ حس په توګه رامنځته شوه. پانتورکیزم (د تورکتوکمو د ځانساتنې و یووالي حس) هم د عثماني خلافت تر ړنګېدو روسته تر ننه څپڅپاند دی، چې ځینې خلک یې د تېر پرتم د راژوندي کېدا هڅه بولي.
په ملي کچ، هغه کورنۍ یا ټولنیز - ایډیولوژیک پوړ چې د واکمنۍ پر مهال یې خلک کړولي وي، وږي کړای شوي وي، له خپلو حقونو بېبرخې وي، ښوونځي و پوهنځی ترې تروړل شوی وي، که همدا مهال له خلکو سره د غبرګون وس و وسایل نه وي، نو دغه ګرومونه او ځورېدنې ګډ لاشعور ته ورکوزیږي، په یوه ویجاړوونکي اینرژي بدلیږي، کټ مټ د اورغورځونې د اېشنده لاوا په شان د ټولنې په لاشعور کې ویشي او هر مهال یې چې بهر ته د راوتلو لار و موندله، بیا نو هغه کورنۍ و پوړ - ان که دیني مذهبي هم وي- د خلکو له بېرحمه غچ اخیستنې بچ کېدلای نه شي. دا ټولنیزه قانونمندي ده، لکه د ساینس قانونمندي.
په اروپا کې کشیش او کلیسا له واکمنو سره د ګټو په شراکت کې زر کاله د ولسونو وینې وزبېښلې او خلک یې د دین په نامه وکړول، خلکو د کلیسا و کشیش په وړاندې ګرومونه زېرمه کړل او دا اېشېدلې لاوا په رېنېسانسپېر کې د راوتلو په هڅه کې شوه، تر دې چې د فرانسې له ستر انقلاب سره یې فوران وکړ.
د فرانسې تر انقلاب روسته، چې شپاړسم لویي په ګیوتین اعدام شو، عامو خلکو له کلیساوو او کشیشانو سره څه وکړل؟ دا څرګندوي، چې ولسي غچ له منځه نه ځي او خامخا یو مهال سر راپورته کوي.
خلک مقدس استبداد هم نه بښي.