روسیې او اوکراین د ۶زره سرتېرو د جسدونو پر تبادلې هوکړه وکړه

روسیې او اوکراین د ۶زره سرتېرو د جسدونو پر تبادلې هوکړه وکړه


  • 3 ورځي دمخه (03/06/2025)
  • سمسور نیوز
  • 123

د روسیې او اوکراین استازو د ترکیې په استانبول کې د خبرو اترو په دویم پړاو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړې پرمهال د وژل شویو ۶زره سرتېرو د جسدونو د تبادلې په اړه هوکړه کړې ده. 

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند اونجو کیچیلي ویلي چې د دواړو هېوادونو استازو د دوشنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۲مه) له یو ساعت څخه د ډېر وخت لپاره خبرې اترې وکړې.  

د روسیې د ولسمشر د سلاکار ولادیمیر میډینسکي په مشرۍ د روسیې پلاوي او د اوکراین د دفاع وزیر رستم عمروف په مشرۍ د اوکراین پلاوي په خبرو اترو کې برخه واخیسته.

له دې خبرو اترو یوه ورځ وړاندې، اوکراین د روسیې په څلورو پوځي هوایي ډګرونو برید وکړ او له دې سره هم‌مهاله روسي ځواکونو د ۴۷۲ ډرونونو پر مټ د اوکراین د خاورې ځینې برخې په نښه کړې.

د یادونې وړ ده چې روسیې او اوکراین د روان کال د مې په ۱۶مه په استانبول کې له لومړي پړاو خبرو اترو وروسته ۱۰۰۰ بندیان تبادله کړل.