چین له سرپرست حکومت سره د ۲۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د پنبې د صادراتو تړون لاسلیک کړ.


  • 6 مياشتي دمخه (12/07/2024)
  • عبدالبصیر رحمت زی
  • 144

چین له سرپرست حکومت سره د ۲۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د پنبې د صادراتو تړون لاسلیک کړ.

 

باختر خبري اژانس پخپله ایکس پاڼه لیکلي چې یاد تړون له یوې چینایۍ کمپنۍ سره لاسلیک شوی او ویل کېږي چې د ۲۵ میلیونه ډالرو په ارزښت به تر ۱۰ زره ټنه پنبه له افغانستان څخه یاد هېواد ته صادره کړل شي.

دا تړون د سرپرست حکومت د ریاست الوزراء سیاسي معاون ملا غبدالغني برادر او د صنعت او سوداګرۍ د سرپرست نورالدین عزیزي په شتون کې له چینایي لوري سره لاسلیک شوی دی.