تر اوږد ځنډ وروسته؛ پاکستانی شارژدافیر بېرته کابل ته راستون شو

تر اوږد ځنډ وروسته؛ پاکستانی شارژدافیر بېرته کابل ته راستون شو


  • 1 کال دمخه (17/04/2023)
  • سمسور نیوز
  • 525

سمسور نیوز (۲۸وری۱۴۰۲) د راپورونو له مخې، په افغانستان کې د پاکستان سفارت شارژدافیر کابل ته ستون شوی او خپل کار یې پیل کړی دی. 

عبیدالرحمن نظاماني نږدې پنځه میاشتې وړاندې په کابل کې د پاکستان پر سفارت له برید وروسته خپل هېواد ته ستون شوی و. 

هغه مهال نوموړی له دې برید روغ ووت؛ خو یو ساتونکی یې ټپي شو.

تېره ورځ پاکستاني رسنیو هم ویلي وو، چې حکومت پرېکړه کړې، چې روانه اوونۍ خپل شارژدافیر عبیدالرحمن نظاماني بېرته کابل ته واستوي. 

بل لورته د پاکستان سفارت لا په‌ دې اړه څه نه‌دي ویلي.