- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- نورالله سائس
- 1304
بلخ ادبي خوځښت څانګې ام البلاد ادبي بهير خپله اونيزه غونډه د(وږي) په ۱۸ مه دپنجشنبې په ورځ په څلورو بجو دبلخ ولسوالۍ نوبهار بلخ په عالي لېسه كې وكړه.
غونډه دعاشق الله وطن يار په قرائت پيل شوه چې دوياندۍ چارې يې حبيب الله اكبري پر مخ وړلې، دغونډې ريپورټر نورالله سائس وټاكل شو چې تر راتلونكو درې اونيو به دراپور ليكلو مسوليت پر غاړه ولري.
دګډون والو شمېر كابو ۲۵ تنو ته رسېده چې پكې محمد عالم سيدي دمشر ميلمه په توګه او اسدالله نوري دكوربه په توګه وټاكل شول، دوياند له خوا له دوي څخه غوښتنه وشوه چې غونډه وڅاري او په پاي كې خپل نظر پرې وركړي.
آزاده مشاعره وياند په يوه مينه ناك بيت پيل كړه، تر پايه شاعرانو په ښو ښو بيتونو، غزلو او مستو مستو چك چكو مشاعره ګرمه وساتله.
په پاى كې ميلمه: محمد عالم سيدي غونډه ښه وستايله او زياته يې كړه چې دى به هره اونۍ په بهير كې ګډون كوي.
دغه راز دغونډې كوربه اسدالله نوري ټولو ميلمنو ته له ښه راغلاست ووايه وروسته حبيب الله احمدزى، محمد عثمان حميدي او صفي الله نصرت دښو غزلو په لوستلو وهڅول اودپرخې او پسرلي مجلو دوه، دوه وروستۍ ګڼې يې دډالۍ په توګه هغوي ته ور كړې او ترېنه غوښتنه يې وكړه چې خپله شاعري دې همداسې روانه وساتي.
هغه غونډه وستايله او له ټولو ملګرويې غوښتنه وكړه چې دنورو بوختياوو تر څنګ بايد بهير هېر نه كړي او هره اونۍ په بهير كې ګډون كول خپله يوه مهمه دنده وكڼي.
نوري په خپلو خبرو كې ددرې غوره شعرونو دمشاعرې يادونه وكړه وويل: چې دځينو ستونزو له كبله دغه مشاعرې يوڅه ټكنۍ شوې دي خو په راتلونكو مياشتو كې به دغه مشاعرې په دوامداره توګه تر سره كيږي.
دغونډې كوربه له ګډون والو غوښتنه وكړه چې خپل نور ملګري بهير ته وهڅوي او له ځان سره دي راولي.
په پاى كې دمحمد عالم سيدي غزل دراتلونكې اونۍ لپاره كره كتنې ته وړاندې شو.
مشاعره په وياند له كره كتنې وروسته دمحمد عثمان حميدي په دعايې پاى ته ورسيده.