د تخییل اړتیا - عبدالغفور لېوال

د تخییل اړتیا - عبدالغفور لېوال


  • 2 کاله دمخه (04/11/2022)
  • عبدالغفور لېوال
  • 1020

تخییل له یوه اړخه  د تفکر ازاده بڼه ده، چې د وچ عقلانيت او قانونمندۍ پولې ړنګوي او بهر ترې وځي. تفکر په احتیاط پوښتنې کوي او ځوابونه یې هم د هغو قاعدو له مخې پلټي، چې وارله مخه یې ځان ته ټاکلې وي. د تفکر ټول پام دې ته دی، چې پوښتنې سمې وي او ځوابونه یې د قناعت وړ.  خو تخییل یوازې پوښتي، دا پوښتنې هر ډول وي او ځواب یې هم په داسې بڼه پلټل کیږي، چې د سموالي یا ناسموالي هېڅراز پروا ورسره نه وي. 

تفکر له تجربو او څېړنیزو میتودونو سره علم پنځوي او تخییل، چې اېستیتیک (ښکلاییز) ذوق او عاطفه ورسره ملګري شي، هنر ترې هستیږي. 

د رېنسانس په بریا کې تخییل او هنر له تفکر و پوهې سره غبرګ پرمخ تلل. د رېنسانس یو وزر علم و بل يې هنر. 

ټول انسانان د تخییل توان لري، بلکې ټول بنیادمان خامخا د ژوند یوه برخه پر تخییل تېروي. 

 

تاسو به وایاست، چې دا مې څه بابولالې رااخیستي؟ او دا څه وایم؟ 

 

په دې لنډه سریزې پسې درته اصلي خبره کوم: 

هر هغه افغان چې زما دغه کرښې لوستلای شي، کله کله دې د بشپړ ازاد تخییل څپو ته ځان وسپاري. 

زه - په خواشینۍ - د افغانانو له تفکر او د تفکر پر بنسټ له شعوري تکامل و پرمختګ څخه ناهیلی شوی یم. 

راځئ، د خپلې اړتیا او وړتیا دا دویم وزر وازمویو.

 مثلاً تخییل وکړو، چې زموږ یوې خواته زموږ نیکونه ولاړ دي او بلخوا مو لمسي. 

نیکونه رانه پوښتي، تر موږ مو د خپلې زمانې افغانانو د ژوند ښه کولو لپاره څه وکړل؟ 

او لمسي رانه پوښتي: موږ ته به څه را پرېږدئ؟ 

تفکر به خامخا معقول ځوابونه پلټي: 

« او بابا! خو انګریزانو نه پرېښودو، روسان راغلل، امریکایانو یرغل وکړ، پلانی مشر خاین و، بیستانی کافر او دا بل غل، هغه بل فاسد...»  

خو د تخییل ځوابونه داسې نه دي. کېدای شي، تخییل په دې منځ کې نیمه ګوته موږ ته هم ونیسي، ښايي غلي په غوږ کې راته ووايي، چې ولې نو تل پردي دلته راتلل؟ 

ولې ټول مشران بد ول؟

 ولې؟ ...

که تفکر مو لمسیو ته ځواب ورکړي: 

۔  تاسو ته داسې یو حاکمیت په میراث  پرېږدو، چې ټوله هڅه، هدف او هیله یې؛ حورو ته ستاسو وروستل دي. په زور وي که په رضا، خو خامخا مو د بلې دونیا حورو ته بیایي.

دا ځواب به د تخییل هېڅ خوښ نه شي او لمسي به هم قانع نه کړي. 

 

تخییل بل کمال هم لري، له دوزخه نه ډاریږي، تخییل له تکفیر څخه وېره نه لري. تخییل د شیخ و زاهد خبره بیخي نه مني. 

تخییل پر همدې دونیا د انسان ښه ژوند د هغه حق ګڼي. 

زموږ لویه بدمرغي دا ده، چې د ښکېلاکي استخباراتو ژېړو کتابونو د دې دونیا له ښه ژونده وېرولي یو، د دې دونیا ژوند راته دوزخ ښکاري. 

تخییل کړلای شي، د دغې دونیا ژوند بېرته راته په جنت بدل کړي، ولو که د څو شېبو لپاره هم وي.

د تخییل په مرسته جنتي ژوند ته د رسېدو غوښتنه کړلای شي تفکر او تعقل وګوماري ( استخدام یې کړي) چې هیلې او خوبونه ریښتیا کړي. 

 

- دویمه برخه -

 

موږ په کړکېچ کې یو. ډوډۍ او خپلواکي نه لرو، کار و زدکړه نه شته، د هدیرې ژوند دی... تاسو به وایاست دا نو له تخییل سره څه اړیکي لري؟ 

اړیکي یې مخامخ او مهم دي. 

ربړه دا ده، چې موږ د ټولنې په توګه ذهني کنګل شوي یو، زموږ روان بحران د همدغه ذهني انجماد پایله ده. د افغاني ټولنې ذهني انجماد د ښکېلاک لابراتوارونو راجوړ کړی دی. 

تکفیر د ذهني انجماد بنسټ دی. 

انسان د تخییل په مرسته دغه کنګل ماتولای شي، دې ته روسته راځم، خو راځئ لومړی یوه بله علمي پروسه وپېژنو. 

هره هغه انساني بریا، چې علم ورته رسېدلی دی، لومړی یې انسان تخییل رامنځ ته کړی دی. 

له زرګونو کاله پخوا انسان غوښتل والوځي. د مرغانو په شان الوتل د انسان هیله وه، په دې اړه یې تخییل پیل کړ. په مصر، بابل او د مدیترانې په څنډو کې داسې انځورونه ډېر موندل شوي، چې بنیادمان په کې وزرونه لري. په ګڼو عقیدو کې پریښتې وزرونه لري، دا ټول له الوتلو سره د انسان لرغونې مینه ښيي. انسان پېړۍ پېړۍ په دې تخییل کې ډوب و، چې څنګه والوځي؟

روسته علم (ساینس) دا هیله عمل ته ورسوله او نننی انسان د الوتلو ډېر وسایل جوړ کړي دي. 

زرګونه کاله پخوا انسانانو غوښتل پوه شي، په اسمان کې څه دي؟ لرغونيو اتلانو اسمان او ستوریو ته د تللو هڅه کوله. ټول اساطیري ارباب الانواع له ستوریو سره تړلي وو. زهره یوه ښځه وه، له بابل څخه اسمان ته ولاړه... تخییل مرسته وکړه،لرغونی نجوم راوپنځېد، بیا یې د فیزیک او نورو پوهنو سره په ملګرتیا انسان ته د تشیال لار پرانیسته او نن کیسه ډېره وړاندې تللې ده. 

تخییل پوښتنه کوله: تر هغه اسمان - چې موږ یې وینو ـ  ورپورته څه دي؟ تر هغه ورهاخوا به څه وي؟ لایتناهي یعنې څه؟...

دغه پراخ تخییل د انسان برخلیک بدل کړ او علم ته یې د الوتلو وزرونه ورکړل. 

بیا یې وایم، رېنسانس ته علمي انقلاب او علمي انقلاب ته تخییل او هنر لار پرانیسته. 

اوس راځم دې ته، چې زموږ د ملي ستونزې ریښې چېرې دي او د دې ریښو په وچېدا کې تخییل څه کړلای شي؟ 

موږ ته یې ویلي دي: 

دا دونیا د کافرو ده، مسلمان دلته باید دوزخي ژوند تېر کړي، چې په بله دونیا کې جنت ته ولاړ شي. 

په ژېړو کتابونو کې یې موږ ته لیکلي: 

فردي حقونه، د بیان او فکر ازادي، رایه ورکول، رایه اخیستل، ښځه بشپړ انسان ګڼل ...او بشري حقوق  شین کفر دي!

موږ ته یې ویلي:  مینه، په کړس خندا، ښکلا، انځورګري، موسیقي، مړه ګېډه، ښکلې جامې، تکنولوژي، فیزیک، د مېرمنو زده کړه، هنر او هرڅه چې د انسان له ښه دونیوي ژوند سره اړیکه لري، حرام دي!!!

موږ ته یې ویلي: یوازې او یوازې هغوی چې له پاکستاني مدرسو وتلي باید حکومت وکړي او دوی پرته ستاسو د عقیدو له تفتیش څخه بل هېڅ مسئولیت نه لري. د حکومت یوازینی مسئولیت د ایمانونو تول او ترازو دی او بس. 

د دغو (باید) ونو په وړاندې عقلاني تفکر له ډاره رامنځته نه شو. د تکفیر له ویرې د تفکر تودوخه راخوره نه شوه... پایله همدا شوه، چې ټولنه کنګل شوه، ټولنه د ذهني انجماد په ژمني خوب ویده پاتې ده. 

تخییل مرسته کړلای شي، چې دغه انجماد مات کړي. 

تخییل وکړئ، چې ټول هغه کتابونه درواغ وايي، چې تاسو د دونیا له ښه ژوند څخه ډاروي، (منظرۀمرگ) یو دروغجن کتاب دی. 

تخییل وکړئ، چې دغه بنسټپال او رادیکال متون تر درېیمې هجري پېړۍ روسته د عادي او ان بېسواده او متحجرو کسانو له خوا موعظه شوي دي، چې موخه یې هم د فقهاوو واکمنۍ ته لار هوارول و.  

تخییل وکړئ، چې په پاکستان کې کښل شوي ژېړ کتابونه سیاسي - استخباراتي دي او هغو کړیو لیکلي، چې خپل ځواک ستاسو په ذلت کې ګوري. 

هو! 

د تخییل وزرونه پرانیزئ او خپلو خیالونو ته اجازه ورکړئ، چې د هرڅه په اړه هغسې چې خپله خوښه یې وي افکار وروزي او د تفکر له استخدام سره مو د ذهني انجماد په وړاندې یوه سپېڅلي پاڅون ته چمتو کړي.