د پوهنې وزیر: د زده کړو پر یوې منظمې طرحې کار وران دی

د پوهنې وزیر: د زده کړو پر یوې منظمې طرحې کار وران دی


  • 11 مياشتي دمخه (20/09/2023)
  • سمسور نیوز
  • 533

د پوهنې سرپرست وزیر حبیب الله اغا ویلي، چې د معیاري زده کړو د برابرولو لپاره پر یوې منظمې طرحې کار روان دی.   

نوموړي نن چهارشنبه (د وږي په ۲۹مه) په بلخ کې د یوه ښوونځي د ودانۍ په پرانېست غونډه کې ویلي، چې دوی دا مهال د زده‌کړو پر یوې داسې منظمې طرحې کار کوي، چې دیني او عصري زده‌کړې په‌کې شاملې دي.   

خو هغه په خپلو خبرو کې دا ونه ویل، چې دغه طرحه به یې کله بشپړه شي.     

حبیب‌الله اغا زیاته کړې، چې دوی په هېواد کې د معیاري زده‌کړو برابرولو لپاره هڅې کوي. 

نوموړی یادې څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې په افغانستان کې له تېرو دوو کلونو راهیسې د نجونو پر زده کړو بندیز لګېدلی دی. 

که څه هم اوسنیو چارواکو دې موده کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو د پرانېستو بیا، بیا ژمنې وکړې؛ خو تر اوسه یې عملي څرک نه لیدل کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې دوشنبې په ورځ په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو د بندیز دوه کاله پوره شول.

له دې سره هم‌مهاله، ملګرو ملتونو او د بښنې نړیوال سازمان له سرپرست حکومته نجونو ته د زده کړې د اجازې ورکړې غوښتنه وکړه.