اروپایي ټولنه له افغانستان سره خپلې هکارۍ پراخوي.

اروپایي ټولنه له افغانستان سره خپلې هکارۍ پراخوي.


  • 3 کاله دمخه (24/04/2021)
  • خالد سهار
  • 1254

سمسور (شنبه د غوایي ۴) د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب په کابل کې د اروپايي ټولنې له سفير اندرياس ون برانټ سره کتلي دي.

د ملي امنیت شورا دفتر وایي، ښاغلي برانټ په دې ناسته کې ویلي، اروپايي ټولنه له افغانستان سره د خپلو همکاريو ژورتيا او پراخولی غواړي. 

سرچینه وایي، ښاغلي محب د اروپايي استازي د دغو څرګندونو هرکلی وکړ او له اروپايي ټولنې سره يې په راتلونکي کې هغوی ته د همکارۍ ډاډ ورکړ.

اروپایي ټولنه له افغانستان سره داسې مهال د مرستو ډاډ ورکوي، چې دمخه یې امریکا له افغانستان سره په ملکي برخه کې د درې سوه میلیونه امریکایي ډالرو مرسته اعلان کړه.