د کابل پوهنتون محصل
نن سبا ګورو چې د هېواد یو شمېر تلوېزیونونو په بېلابېلو ژبو خپرونې پیل کړي دي. شخصي تلوېزیونونه خو د خپل شخصي ذوق له مخې چې زړه یې غواړي خپرونې کوي. یو شمېر دغو تلوېزیونونو ته ملي ارزښتونه د ډېر پام وړ ندي. ولې هغه تلوېزیون چې په تندي یې کښل شویدي ؛د افغانستان ملي تلوېزیون؛ د دې تلوېزیون خپرونې ولې ملي رنګ او ملي خوند نلري؟ د نوي ریس له ټاکل کېدو زرین انځور نه وروسته اوس دغه تلوېزیون کې په سلو کې شل پښتو خپرونې ،په سلو کې شل د سیمه ییزو ژبو خپرونې او په سلو کې شپېته په فارسي ژبه خپرونې کیږي.
پوښتنه پیدا کیږي چې ولې زلمي هېواد مل خپل شاګرد انځور ته نه وایي چې لږترلږه خو دغې تش په نوم پښتو ملي ژبې ته لږ پاملرنه وکړي؟
موږ ولیدل چې څو اونۍ د ملي تلوېزیون ټول پروګرامونه د احمدشاه مسعود اتلولي ته ځانګړي شوي وو. اوس څو اونۍ کیږي چې د چشتیه طریقې پروګرامونه په یوه ژبه خپریږي. داسې ښکاري چې په پښتو ژبه کې د چشتیه طریقې پلویان نشته؟
یوه ورځ د اکتوبر په ۲۲ نېټه د سینما تر سرلیک لاندې یو سینمایي بحث وو د خپرونې کوربه فارسي ژبی وو او دوه تنه نور هم په فارسي ګړېدل. ولې یو تن د شینواري پنوم چې په نیمګړې ژبه یې فارسي وېلې دېته اړ شوی وه چې هرومرو به فارسي غږیږي. دا یوه بېلګه وه. ولې داسې ډېرې بېلګې لرو چې په چوکۍ مین انځور خوشاله دی چې په ما یې څه؟ زه خو ریس شوم... زه تر هغې نېټې پښتون وم چې ریس نه وم. اوس چې شکر ریس شوم پښتو مې پاس تاخچه کې ایښې ده.