جګړه او دښمنۍ کې خلک لږ د ټولنې اصول، درناوی او ارزښتونه ساتي، یانې ماشوم او ښځه باندې لاس نه پورته کوي، بې وخته او بې ځایه دښمن باندې ګوزار نه کوي او بې وسلې دښمن ته لاس نه اوږدوي.
خو تاسو ولیدل چې طالبانو کندهار کې تیره شپه د یوې حوزې امر په موټر په داسې حال کې برید کړی چې هغه خپله میرمن روغتون ته وړله او میرمن یې په اولاد باندې ناروغه وه.
کیدلی شول چې د حوزې امر له ځان سره پولیس اخیستی وی، نظامي موټر کې تللی وی، خو دا چې میرمن یې د اولاد ناروغه وه نو د کلتوري اړخه یې دا مناسب نه ده ګڼلې او میرمن یې خپل موټر کې روغتون ته وړله چې بزدله وسله والو طالبانو ورته کمین نیولی او د هغه میرمن یې شهیده کړی او دی یې ټپي کړی دی.
د ښځې په نس یې ماشوم و او کله یې چې روغتون ته جسد رسولی، ماشوم یې ژوندی شوی دی او نړۍ ته راغلی دي.
اوس به طالب دې ماشوم ته څه ځواب لري، چې نړۍ ته راغي، خو مور نه لري، ځکه مور یې د طالب حوسونو ترې واخیسته او طالب خپل بادار په دې کار سره خوشحاله کړ خو یو ماشوم یې د تل لپاره د مور له سیورې بې برخې کړ.
دا د طالبانو نه لومړنۍ پيښه ده او نه به وروستۍ پيښه وي چې په دې وطن کې یې کوي، بلکې طالب د خپل وحشت ټولې پولې نړولي او هره هغه کار کوي چې ورته اسانه وي او زیات خلک پرې ودردیږي.
ایا ځناور به داسې کار وکړي، ښکاره خبره ده چې نا، څنګه یو کس باندې برید کولی شې چې له هغه سره یې میرمن یو ځای وی.
څنګه په یو کس برید کولی شې چې هغه بې وسلې وي او ناروغان یې د درملنې لپاره روغتون ته روان کړي وي.
طالبانو د تیرو کلونو جګړو کې ډير ارزښتونه له منځه یوړل او د انسانیت ټولې پولې یې ونړولې، یواځې د دې لپاره چې مقابل لوري باندې یې سم ځای کې وار نه برابریږي او داسې ځای کې وار کوي چې هلته هیڅ انسان نه شي کولی چې ګوزار وکړي.
طالب د دې ټولنې لپاره سرطان دی او تر څو چې دا سرطان په افغانانو کې وي، همداسې به کړیږي او ځوریږي.
د کندهار د پيښې په تړاو خواله رسنیو کې سخت غبرګونونه راپورته شوي او د طالبانو دا کار ان له انسانیت هم لیرې بلل شوی دی.