بنګلادیش په خپل کور کې د اسټرالیا هیڅ خیال ونه ساته

بنګلادیش په خپل کور کې د اسټرالیا هیڅ خیال ونه ساته


  • 2 کاله دمخه (10/08/2021)
  • حضرت علي میاخېل
  • 986

د بنګلادیش او اسټرالیا کرکټ لوبډلو تر منځ د پنځه شل اوریزو لوبو وروستۍ لوبه هم پرون د اګست په ۹مه نېټه ترسره شوه.

په دغې لوبه کې لومړۍ توپ وهنه د بنګلادیش لوبډلې وکړه او په ټاکلو شلو اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو یې ۱۲۲ منډې جوړې کړې او د ۱۲۳ منډو هدف یې اسټرالیا لوبډلې ته کېښود.

د بنګلادیش لپاره محمدالله ۱۹ او محمد نعیم ۲۳ تر نورو زیاتې منډې جوړې کړې.

د اسټرالیا لپاره ډان کریسټاین او نیتن ایلیس دوه ـ دوه لوبغاړي وسوځول.

د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې ټاکل شوی هدف پوره نه شوای کړای او په ۶۲ منډو کې یې خپله ټوله لوبډله له لاسه ورکړه او په ۶۰ منډو یې ماتې ومنله.

د اسټرالیا لپاره تر ټولو زیاتې منډې لوبډلمشر میتو وایډ ۲۲ جوړې کړې.

د بنګلادیش په توپ اچوونکو کې محمد صفي الدین درې او شکیب الحسن څلور لوبغاړي وسوځول.

د دغې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه هم شکیب الحسن ته ورکول شوه، چې د ۹ منډو په مقابل کې یې ۴ لوبغاړي سوځولي ول.

په دې سره د پنځه شل اوریزو لوبو لړۍ ۴ـ۱ بنګلادیش لوبډلې هسکه غړۍ وګټله او خپل کور کې یې اسټرالیا لوبډله سر جګولو ته پرې نه ښوده.

باید یاده شي، چې اسټرالیا لوبډلې ته له دې وړاندې ویسټ انډیز هم شل اوریزو لوبو کې ۴ـ۱ ماتې ورکړې وه.