سمسور (۱۶غوایی۱۴۰۱) اسراییلي چارواکي وایي، چې تېر ماښام په دغه هېواد کې دوو کسانو په خلکو د چړو ګوزارونه کړي، چې ۳ کسان یې وژلي او ۴ نور یې ټپیان کړي دي.
چارواکي وایي، دغه پېښه د دې هېواد په "تل ابیب" ښار کې رامنځته شوې ده.
د سرچینې په خبره، بریدګر له سیمې څخه په تېښته بریالي شوي؛ خو پولیسو یې د نیولو هڅې پیل کړې دي.
برید د اسراييل د خپلواکۍ پر ورځ شوی او دا په دې وروستیو اوونیو کې د خپل ډول تازه برید بلل شوی دی.
بلخوا؛ د حماس ډلې دغه بريد ستايلی او ويلي يې دي، چې د الاقصی پر جومات بريد به بې ځوابه پاتې نهشي.
د ویلو ده، چې په وروستیو کې د اسراييلو او فلسطينيانو ترمنځ تاوتریخوالی تر بل هر وخت ډېر شوی دی.