حامد کرزی: پر ایران برید ددې هېواد د ملي حاکمیت نقضول دي

حامد کرزی: پر ایران برید ددې هېواد د ملي حاکمیت نقضول دي


  • 1 مياشت دمخه (26/10/2024)
  • سمسور نیوز
  • 41

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د اسـرائیـلو لخوا پر ایران برید غندلی دی.

نوموړي پر خپله ایکس پاڼه لېکلي چې پر ګاونډي او "ورور" هېواد ایران برید د یاد هېواد د حریم او ملي حاکمیت نقضول دي. 

کرزي زیاته کړې چې دا ډول بریدونه په سیمه کې جګړې زیاتوي او د نړیوالې سولې او امنیت لپاره ګواښونه رامنځته کوي. 

هغه له نړیوالو مسؤلو سرچېنو غوښتي چې د لازمو اقداماتو په ترسره کولو سره دې ددغه ډول بریدونو مخنیوی وکړي.