د بدخشان ولایت د کشم ولسوالۍ په بازار کې اورلګېدنه رامنځ ته شوې، چې له کبله یې ۲۰ دوکانونه سوځېدلي دي.
د بدخشان د امنیې قوماندانۍ ویاند احسان الله کامګار وايي، دا پېښه نن سهار شااوخوا درې نیمې بجې رامنځ ته شوې.
نوموړی زیاتوي، په دې پېښه ۲۰ دوکانونه له ټولو مالونو سره د اور خوراک شوي دي.
کامګار د دغې پېښې لامل د برېښنا شارټي بللې ده.
تر اوسه د پېښې له امله د اوښتو زيانونو په اړه څه نه دي ويل شوي.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د پکتیا مرکز ګردېز ښار کې د لرګیو اډه کې هم اورلګېدنه رامنځته شوې وه.