د روسیې ځواب؛ د امریکا له نوي حکومت د ښو اړیکو تمه نلرو.

د روسیې ځواب؛ د امریکا له نوي حکومت د ښو اړیکو تمه نلرو.


  • 3 کاله دمخه (23/12/2020)
  • کامران احمدزی
  • 1238

روسیه وایي د بایډن د واکمنۍ پر مهال هم د ښو اړیکو تمه نه لري، ددغه هیواد دبهرنیو چارو وزرات مرستیال سرګي ریابکوف وایي، داسې ښکاري امریکا له روسیې سره د ښو اړیکو غوښتونکې نه ده.

وروسته له هغې چې د امریکا پر مهمو اطلاعاتي مرکزونو سایبري بریدونه ترسره شول او د امریکا نوي ولسمشر جوبایډن دغه بریدونه روسیې ته منسوب بللي وه او  د ځواب ورکولو خبره وکړه، اوس روسیې په دغو بریدونو کې لاس لرل رد کړي.