د ایران د صنعت وزیر کابل ته راځي

د ایران د صنعت وزیر کابل ته راځي


  • 2 اونۍ دمخه (07/04/2025)
  • شریف الله ولیزاد
  • 30

ټاکل شوې، چې د ایران د صنایعو، کانونو او سوداګرۍ وزیر سید محمد اتابک د یوه پلاوي په مشري په نږدې راتلونکې کې کابل ته راشي. 

دغه خبر په پلازمېنه کابل کې د یاد هېواد سفارت پرون شپه پر خپله اکسپاڼه ورکړی؛ خو نور معلومات یې نه دي ورکړي. 

د دغه ایراني چارواکي سفر داسې مهال کابل ته پلان شوی، چې د روان ۲۰۲۵ زېږدیز کال د جنوري میاشتې پر ۲۶مه هم د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزیر عباس قراقچي کابل ته سفر وکړ او دلته یې د سرپرست حکومت له چارواکو سره بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې.