سره میاشت کابل کې د سوري زړه ناروغانو لپاره روغتون جوړوي

سره میاشت کابل کې د سوري زړه ناروغانو لپاره روغتون جوړوي


  • 11 مياشتي دمخه (29/01/2024)
  • سمسور نیوز
  • 496

د افغان سرې میاشتې مشر غواړي د زړه سوري ناروغانو لپاره کابل کې روغتون جوړ کړي.

د یاد بنسټ رییس افغانستان کې د اندونیزیا سفیر بودي رحمت سوریا ساپوترا سره لیدنه کې ویلي چې غواړي د دغو ناروغانو د درملنې لپاره کابل کې پر وسایلو سمبال روغتون جوړ کړي 

نوموړي زیاته کړې د افغان سرې میاشتې مرستې د اړمنو او بې سرپرسته کورنیو لپاره ګټورې دي او دوی یاد برخه کې د چا د لاس وهنې پرته د ډېری هېوادنو بشري مرسته تر اړمنو کسانو په پوره روڼتیا سره رسوي 

د اندونیزیا سفیر هم افغان سرې میاشتې سره د لا زیاتې مرستې ژمنه کړې.

افغاني سره میاشت یوه ملي خیریه او خپلواکه بنسټ دی چې د بشري مرستو د رسولو په برخه کې افغانستان او ځینو نورو هېوادنو کې فعالیت کوي.