لیکوال: واسیلیس الکساکیس (فرانسه)
ښځه مې تل راباندې غړومبېږي چې د خپلې لور الن د روزنې لپاره لږ وخت لګوم.
هغه غواړي زه هره ورځ خپله لور د کور په نږدې پارک کې وګرځوم. د تیرې خالي په ورځ مې د دې لپاره چې ښځه مې بیا راسره جنجال و نه کړي خپله لور پارک ته بوتله، ښه ورځ وه، تازه هوا او د ونو سیوري خوندور و، زه د باغ پر یوه څوکۍ کېناستم او الن د ټال په لوري منډه کړه، ورځپاڼه مې خلاصه کړه چې ویې لولم. اټومي جګړو، څو کودتاګانو، رنګ رنګ جنایتونو او جنايي پېښو د ورځپاڼې زیاتره پاڼې ډکې کړې وې. له ۱۵ دقیقو وروسته مې مطالعه بس کړه او د ماشومانو لوبو ته مې کتل.
د یوې مربع په منځ کې یې شګې اچولې وې چې ماشومان پکې لوبې وکړي، یوه هلک او نجلۍ پخپلو وړو پلاستيکي لوښو کې اوبه اچولې وې، او اوس یې شګې پکې اچولې، داسې پخپل کار بوخت ول چې سړي فکر کاوو یوه دنده سرته رسوي. ما له ځانه سره فکر وکړ: څه معلومه ده؟ شاید سبا دغه ماشومان لوی شی، نامتو عالم ترې جوړ شي، کیدای شي دوی په یوه پټ لابراتوار کې داسې وسلې جوړې کړي، چې په څو دقیقو کې د ځمکې کره ټوټه ټوټه کړي، تر یوه ونه لاندې مې څو ماشومان ولیدل چې د یوې موضوع په باب یې جرو بحث کاوو.
د ژیړو ویښتانو وال هلک یې په منځ کې ناست و. داسې ښکارېده چې د مجلس مشري کوي. له ځانه سره مې وویل:
· څه معلومه ده؟ کیدای شي څو کاله وروسته دغه ماشومان داسې سازمان جوړ کړي چې پخپله مخفي غونډه کې پریکړه وکړي چې جمهوریت رانسکور کړي. او دغه د ژیړو ویښتانو وال خپله دیکتاتوري اعلان کړي. شاید دده په فرمان په زرګونو کسان زندان ته واچوي. کیدای شي دی اعلان وکړي چې له ده څخه نه اطاعت سخته جزا لري. په دې وخت کې مې له مخې یو هلک په چټکتیا سره په بایسکل تیر شو. دغه ماشوم دولس کلن و. د ده شاته بل ماشوم بایسکل ځغلاوو
· څه معلومه ده؟ شاید یوه ورځ دا په داسې سړي بدل شي، چې ډله پولیس پسې وي، چې ویې نیسي. د ورځپاڼې بل مخ مې راواړاوو، د یوې لیکنې سرلیک مې ولوست:
«ژان مخوف د جنرال سویستي بانک لوټ کړ»
یوې میرمنې په بایسکل سپور ماشوم پسې چیغې کړې:
پام چې ونه لوېږې.
حتماٌ یې مور وه. د مور خبرې یې لا په هوا کې انګازې کولې، چې ژان مخوف په ځمکه ولوید. لکه له زندانه د زندانیانو د تېښتې په وخت کې د زنګ غوندې غږ پورته شو. یوه نجلۍ د هغه خواته ورغله او دهغه له مور څخه یې وپوښتل:
څه پرې وشول؟ ټپي شو؟
جنکۍ چې پخپلو ویښتانو شنه پټه تړلې وه، ډېره ښکلې وه، زه له خپل طرز فکر څخه وشرمېدم، اخیر دا ورځپاڼې ولې د بدوشیانو پر ځای نورشیان نه خپروي. ټول د دیکتاتوري جګړې او وژنې په هکله لیکي. له ځانه سره مې وویل:
څه معلومه ده؟ شاید دغه جنکۍ د ماشومانو د روغتون رئیسه شي. کیدای شي دا دومره سرښیندونکي شي، چې خپل کورنی ژوند هیر کړي او د ماشومانو د علاج لپاره شپه او ورځ کار وکړي. بیا مې فکر وکړ «دا جنکۍ او هلکان چې په شګوکې لوبې کوي، کیدای شي د سرطان ناروغي واکسین کشف کړي، هغه هلکان به چې تر ونې لاندې را ټول دي او جروبحث کوي، کودتا و نه کړي. بلکې د سولې کنفرانس به جوړ کړي، په بایسکل سپور ماشوم ښايي د «د فرانس توردو» د سیالیو اتل شي.»
ما ځان په دغو مثبتو سوچونو بوخت کړ، الن لور مې چې په ټال وهلو ښه مړه شوې وه راغله، «څه معلومه ده؟ کیدای شي یو وخت فرانسویان پریکړه وکړي، چې یوه ښځه خپله ولسمشره وټاکي او دغه جمهور رئیسه ولې زما الن نه وي؟»
الن را غږ کړ:
بابا جانه... پنځه فرانکه راکړه.
و مې ویل:
ګرانې پنځه فرانکه مې پرون درکړل، څه دې کړل؟
په څېره کې یې د پوښتنې حالت ښکاره شو، آن هغې نه شوای کولای دا را په یاد کړي چې پرونۍ پیسې یې څه کړې دي.
له ځانه سره مې فکر وکړ:
لور مې که هر څه شي د مالیې وزیره به نه شي، خو څوک پوهیږي؟ ... څه معلومه ده؟ ... شاید.