د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، د روان کال تر اکټوبر به افغانستان کې ۱۲نيم ميليونه کسان د خوړو له ناامنۍ سره مخامخ وي.
یاد سازمان په یوه راپور کې ويلي چې په دې ډله کې ۲،۴ میلیونه داسې کسان هم شامل دي چې د خوړو بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
راپور زیاتوي، چې په افغانستان کې اوس مهال څه کم څلور میلیونه کسان له سختې خوارځواکۍ سره مخامخ دي، چې په دوی کې له پنځو کلنو کمعمره ۲۸ لکه ماشومان هم شامل دي.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام تر دې وړاندې ویلي وو، چې په افغانستان کې شااوخوا ۲۷ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.
په هېواد کې وروستۍ طبیعي پېښې، اقلیمي بدلون او د کډوالو راستنېدل هغه لاملونه بلل کېږي چې مرستو ته یې د خلکو اړتیا زیاته کړې ده.