د طالبانو غوښتنه له وخت مخکې ده.
ارګ د طالبانو د هغې غوښتنې چې پاتې بندیان یې باید له بنده خوشې شي په ځواب کې ویلي، چې طالبان باید لومړی دافغان ولس او نړیوالو غوښتنې ومني. د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ویلي، طالبان باید لومړی اوربند وکړي او تاوتریخوالی پای ته ورسوي. نوموړي ویلي، دوی باید ددوحې پایلو ته په تمه شي او د بندیانو خوشې کیدل له وخت مخکې خبره ده.
طالبانو ویلي وه، چې ددوی نومونه دې له تور لیست لرې او پاتې اوو زره بندیان دې یې له بنده خوشې شي.