تېرو اتو میاشتو کې د ټرافیکي پېښو له کبله ۱۷۰۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

تېرو اتو میاشتو کې د ټرافیکي پېښو له کبله ۱۷۰۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې


  • 2 کاله دمخه (22/11/2022)
  • سمیر احمد
  • 826

سمسور نیوز (۱لېندۍ۱۴۰۱) چارواکي وايي، په تېرو اتو مياشتو کې په افغانستان کې د ترافيکي پېښو له امله ٧٠٠ کسان وژل شوي او څه باندي ١٠٠٠ تنه نور ټپيان شوي دي.

باختر دولتي خبري آژانس د کورنيو چارو وزارت د ترافيکو رياست مسٶلينو له قوله ويلي، چې په دغه موده کې ٧٢ ښځې او ١٨٢ ماشومانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.

د ترافيکو رياست د معلوماتو پر اساس په تېرو اتو مياشتو کې يوازې په کابل کې ٣٠٠ ترافيکي پېښې رامنځ ته شوې دي، چې له امله يې لسګونه کسان وژل شوي دي.

په هېواد کې د ټرافیکو د رامنځ ته کېدو لوی لاملونه د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي او د سړکونو خرابوالی بلل کېږي.