امریکایي چارواکې د ازبکستان له ولسمشر سره د افغانستان په اړه غږېدلې

امریکایي چارواکې د ازبکستان له ولسمشر سره د افغانستان په اړه غږېدلې


  • 3 کاله دمخه (05/10/2021)
  • خالد سهار
  • 1415

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله مېرمن میندي شېرمن د افغانستان وضعیت او دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا په باب د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف سره خبرې کړې دي. 

راپورونه وایي، دغو دوو چارواکو په پرون د یوې لیدنې پر مهال په تاشکند کې د افغانستان د راتلونکي په اړه خبرې کړي.

د سرچینې په حواله، چې مېرمن شېرمن په ازبکستان کې هم په اقتصادي او ډموکراټیکو پروسو کې د پرمختګونو او د بشري حقونو د اصلاحاتو غوښتنه کړې ده.

د منځنۍ اسیا د اکثرو نورو هېوادونو په څېر ازبیکستان هم له کله، چې طالبانو په دغه هېواد په چټکۍ ولکه ټینګه کړه، اندېښنه وښوده ځکه هم یې له امنیتي پلوه د خطر حس درلود او هم له دې وېرې چې پناه غوښتونکي ور وانه اوړي.