کندهاريان بې هویته تذکرې نه غواړي


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • محمد ابراهيم سپېڅلی
  • 1158

 اختر محمد کاکو د چايو پیاله ډکه کړه او له محمد نبي څخه يې پوښتنه وکړه، اښه په دا راډیوګانو کې د تذکرو په اړه خورا ډېري خبرې اورم، دا اوس څه کیسه ده چې دومره کش يې ورڅخه جوړ کړی دی؟

محمد نبي د مجاهدینو په وخت کې تر لسم ټولګي پورې زده‌کړې کړې دي او اوس د ارغنداب ولسوالۍ په خواجه ملک کې د عطارۍ (پرچون) دوکان کوي.
د اختر محمد کاکو د پوښتنې په ځواب کې محمد نبي یو ګړی ځنډ وکړ او وروسته يې د ځواب ویلو پرمهال خپله تړلې لنګوټه پر سر سمه کړه او لمن يې پر ځنګنو راکش کړه.
"یاره اختر محمد کاکو! یو عجیب وخت ته راووتلو، یو شمېر خلک سته چې په افغانستان کې اوسېږي، پلار او نیکه يې دلې زېږېدلي دي، خو اوس د بل چا په خبرو خطا وزي او ناحقه يې ډول غاړي ته اچولی دی چې په نويو تذکرو کې دي د (افغان) او (اسلام) کلمې نه لیکل کېږي، په خدای د خندا او حیرانۍ خبرې دي."
اختر محمد کاکو چې دې خبرو ته يې ټینګ غوږ نیولی وو، نور هم محمد نبي دوکاندار ته ور نژدې شو او په حیرانۍ يې پوښتنه وکړه، دا څنګه مسلمانان او افغانان دي چې له دغو دوو مهمو خبرو (کلمو) څخه ځان کاږي.
زه خو وایم دا ګرسره نه افغانان او نه مسلمانان دي چې داسې فکر لري، دا فکر ګرسره غلط او د منلو وړ نه دی.
وایم ته ورته وګوره، محمد نبي جانه! ما په داوود خاني کې عسکري کړې ده او تذکره مې هم په هغه کال جوړه کړې ده. په دې وخت کې يې جیب ته لاس کړ او په زاړه پلاسټیک کې پېچلې تذکره يې له صدرۍ څخه راوکښله، محمد نبي دکاندار ته يې ونیوه، ها! ته يې وګوره په دې کې افغانیت او مسلماني ټول لیکل شوي دي.
پر دغه اسلام او افغانیت زموږ نیکونو له انګرېزانو او موږ له روسانو سره سخت جنګونه کړي دي، دوی بیا اوس په مفته کې وايي دا دوه خبرې دې په تذکره کې نه لیکل کېږي.
دا یوازې زما خبره نه ده، د ټول کندهار اوسېدونکي غواړي چې په تذکرو کې دي دغه دوه مهمې خبرې (کلمې) و لیکل شي. یوازې کندهاریان نه، بلکې ګرده افغانان دا غواړي او که چېرې داسې و نه شي، نه مو يې تذکرې په کار دي، نه يې نوم لیکلو ته اړتیا لرو.
اختر محمد کاکو، تذکره بیرته له محمد نبي څخه واخیستله، په ډېر احترام يې په زاړه پلاسټیک کې وپېچله او د صدرۍ په بغلي جېب کې يې کښېښوده.
په دې وخت کې د کلي د مسجد مولوي صاحب فیض الله اخوندزاده هم دوکان ته د سودا رانیولو لپاره راغلی اوله دوکاندار محمد نبي څخه يې پوښتنه وکړه، محمد نبي خانه! اختر محمد کاکو څه درته وايي چې داسې غوږ دي ورته نیولی دی او چوپ ورته ناست يې؟
محمد نبي چې د روغبړ لپاره د ملا صاحب لاس په لاس کې نیولی وو، وویل ملا صاحب د نويو تذکرو په اړه مو سره خبرې کولې چې دوی وايي، دا ځیني کسان نه غواړي چې د (اسلام) او (افغان) کلمې دې په تذکرو کې یادي شي.
ملا صاحب ویل، دا خو هیڅ د منلو نه ده چې د یو مسلمان افغان لپاره داسې تذکره ورکول شي چې په هغه کې دغه دواړه کلمې نه وي، خو بیا هم په دې ډېر خوښ یم چې شکر داسې کسان شته چې د دې نااهلو کسانو په مقابل کې يې ږغ پورته کړی دی او نه غواړي چې بې هویته تذکرې ووېشل شي.
سبا هسې د جمعې ورځ ده، زه به د ماسپښین له لمانځه وروسته په دې اړه هم خلکو ته دا خبره روښانه کړم، هغه تذکرې چې د اسلام او افغان کلمې نه وې پکې لیکلې، موږ ته د منلو وړ نه دي، زه باور لرم چې دا خبره د ټول کلي د خلکو د زړه خبره ده.
په دې وخت کې اختر محمد کاکو، چې د ملاصاحب خبرو ته غوږ وو، د دوی خبرې پرې کړې او ویې ویل، تر مخه به مې د تذکرو په اړه یو څه ویل یا نه ویل، خو اوس چې ملا صاحب کومې خبرې وکړې، نو تر هغو به زه، زما زامن او نور قریبان هغه تذکرې وا نه خلو چې هلته زموږ د پاک دین اسلام او د افغان توري نه وي پکې لیکل شوي.
که رښتیا راباندې وایاست موږ په دغه مسلمانۍ او افغانیت باندې هر ځای پېژندل کېږو، که داسې نه وي، نو بیا به خدای خبر خلک موږ په څه پېژني؟
په همدې وخت کې ملا صاحب وویل، نور زه ځم د لمانځه وخت دی، تاسې هم راځئ، نورې خبرې به له لمانځه وروسته وکړو، خو دا خبره مه هېروئ چې په تاریخ کې زموږ پلرونه او نیکه‌ګان د مسلمان او افغان په نامه یاد شوي دي، بې‌له دې نومونو بله پېژندګلوي موږ ته د منلو وړ نه ده.
سرخط ورځپاڼه