عربستان ته د افغانستان صادرات دوه برابره ډېر شوي

عربستان ته د افغانستان صادرات دوه برابره ډېر شوي


  • 3 کاله دمخه (18/05/2021)
  • رفیع الله نقیبزی
  • 1235

سعودي عربستان ته دافغانستان په صادراتو کې دوه برابره ډېر والی راغلی دی، په یاد هېواد کې افغان سفارت ویلي، سره له دې چې د کرونا وبا خپره شوې وه، خو افغان سوداګرو د ۲۰۱۹ز کال په پرتله په ۲۰۲۰ز کال کې سعودي عربستان ته دوه برابره صادرات لرلي دي.

د سعودي عربستان رسمي شمېرې ښيي، چې افغان سوداګرو په ۲۰۱۹ز کال کې د ۱۳،۲۸ میلیونو ډالرو به ارزښت صادرات لرل، خو دا شمېره په ۲۰۲۰ ز کال کې ۲۸،۵۶ میلیونه ډالرو ته لوړه شوې ده.

 ټاکل شوې، چې یاده شمېره په روان میلادي کال کې تر ۴۵ میلیونو ډالرو واوړي. سعودي عربستان ته د افغانستان صادرات تر ډېره قالین، زعفران، وچه میوه او دې ته ورته توکي تشکیلوي.

باید یاده شي، چې په وروستیو کلونو کې افغان صادرات دځمکې ترڅنګ دهوا له لارې هم یو شمېر هېوادونو ته ترسره کېږي، چې ورسره دافغان سوداګرو ستونزه تر یوه بریده حل شوې ده.