مولوي عبدالکبیر: د دوحې ناسته کې زموږ شرایط نه منل غیر عادلانه پرېکړه وه

مولوي عبدالکبیر: د دوحې ناسته کې زموږ شرایط نه منل غیر عادلانه پرېکړه وه


  • 9 مياشتي دمخه (22/02/2024)
  • سمسور نیوز
  • 354

 

اسلامي امارت د دوحې په ناسته کې د ګډون لپاره د دوی د شرایطو نه منل غیر عادلانه پرېکړه بللې ده.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په سپیدار ماڼۍ کې د کابل له یو شمېر ځوانانو سره په کتنه کې ویلي، چې اسلامي امارت په دې ناسته کې د ګډون لپاره معقولې او پر ملي ګټو ولاړې غوښتنې درلودې؛ خو د دغو غوښتنو نه منل غیر عادلانه پرېکړه وه.

د ریاست الوزرا له عمومي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، نوموړي په دې لیدنه کې ویلي، چې اسلامي امارت له نړیوالو سره خپلې اړیکې د متعادل سیاست له مخې تنظیموي او دا مهال په بهرني سیاست کې ګڼې لاسته راوړنې لري.

مولوي عبدالکبیر یادې څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې تېره ورځ د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخاروا هم په خپله مرکه کې د دوحې ناسته ناکامه بللې وه.

هغې ویلي، د افغانستان د ستونزو د حل په موخه د اسلامي امارت له ګډون پرته هیڅ نوښت بریالی کېدی نه شي.