د هلمند په بهرامچې ولسوالۍ کې د یوې پخوانۍ ښخې شوې امریکایي چورلکې پرزې موندل شوې دي.
د هلمند د امنیه قوماندانۍ مسؤلین وایي، چې دغه چورلکه ۱۳ کاله وړاندې نسکوره او تر شګو لاندې پټه کړل شوې وه.
د مسؤلینو په خبره، دغې چورلکې ته کوم زیان نه دی اوښتی او کندهار ولایت ته لېږدول شوې.
د خواله رسنیو په خپرو شویو ویډیوګانو کې هم لیدل کېږي، چې یو شمېر کسان تر شګو لاندې د پرزو پر را اېستلو بوخت دي.
بل لورته ملي دفاع وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
تر اوسه معلومه نه ده، چې دغه چورلکه د چا له خوا او د څه لپاره ښخه کړل شوې وه.