دجرمني د بایرن ميشتوکولتوري ټولنې اعلامیه


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • کولتوري ټولنې
  • 1093

نن دجرمني په مونشن ښارکې زموږ دکولتوري ټولنې غړوخپله نوبتي غونډه وکړه دغونډې اجنډاپه افغانستان کې د ولسمشري دټولټاکنو دتحریم موضوع وه په یاده شوې موضوع ډېر بحث وشو چې بیا د لاندې د لایلو پر بنا را روانې تحمیلي،غیرطبعي اوغیر عملي ټولټاکنې محکومې او دتحریم وړ وګڼل شوې :
ــ زموږ د هېواد نږدې اتیا په سلو کې وګړي له سولې اوامن څخه محروم دي چې داحقیقت پخپله نړیوالې ټولنې هم منلی دی .
ــ په پښتون مېشتوسیموکې هم په شعوري ډول اوهم دناامنيو له وجې کارتونه نه دي وېشل شوي نوکله چې زموږ دهېواد له اصل ډېره کي توکم(پښتون)سره په لوی لاس دومره جفا کیږي بیانو ټولټاکنې دڅه او دچا لپاره؟
ــ په بې شمېرو کارتونولا وار دمخه سوداګري شوې چې له هغو څخه به ډېره ناوړه ګټه پورته شي .
ــ دبن دکنفرانس پرېکړې له هغو خپلو کمیو سره سره هم عملي نه شوې، په افغــان ولس یوه غداره، پوډري اویوه داسې له فساد څخه ډکه اداره تحمیل شوه چې نه تنها افغانان یې وشرمول بلکې دنړیوالې ټولنې حثیت یې هم په ځمکه وویشت خوبیا هم نړېواله ټولنه همدافاسدین دجګړې داوږدولولپاره نازوي ترڅوسوله لاپه شا وتمبیږي، مقاومت غښتلی او د لاډېرې ودې په نتېجه کې ټوله سیمه نا ارامه او مغرضین خپلو موخو ته ځانونه ورسوي،
زموږ په ولسي وګړو داړندې بمباري په همدې منظورشوې او کیږي ددې ترڅنګ زموږ په بېوزلو وګړوپه ډېره بې رحمي سره یورانیم لرونکې وسلې هم کاروي چې دنمونې په ډول به تاسو ته څومستند تصویرونه زموږ داعلامې په وروستۍ برخه کې دروښیو.
ــ موږ دنړېوالې ټولنې دوه مخي سیاست اندېښمن کړي یوله یوې خوا پخپله نارې وهي چې امن نشته اونا امني به نوره هم په زیاتېدو شي خو له بلې خوا یې دکابل اداره دې ته مجبوره کړې ده چې ټولټاکنې وکړي، داپه داسې حال کې چې دټولټاکنودکمیسیون ویاند ووېل چې موږ دڅلورمیلیونوپه شاوخواکې کارتونه وېشلي دي دیادولو وړ ده چې نن سبا افغان نفوس له دېرشومیلیونوڅخه لوړښکاري نوپه کوم منطق به داڅلورمیلیونه هغه هم په ډېرو نوم اندو پسې ویشل شوي وګړي د دېرشو میلیونواستازیتوب وکړي؟
ــ له یوې خواولسمشري ته دنوم اندو شمېر له څلوېښتو څخه لوړ شوچې دا پخپله دګډوډي او ګلګلمیري ثبوت دی له بلې خوابه دولسمشري ټولټاکنې په هیڅ ډول افغان ولس ته سوله رانه وړي داځکه چې راتلونکی ولسمشر که کرزی وي که کوم بل بیابه هم دکرزي په ډول هسې یوه نانځکه وي چې نه به سالم حکومت ولري اونه حاکمیت،
په پښتون مېشتو سیموکې به داورلمبې لاپسې زیاتي شي، پښتانه به له زده کړې،بهرنیوبورسونواومهمو دولتي څوکیوڅخه د پخواپه ډول محروم پاته شي هسې یوڅوپلورل شوي پښتانه به د شمالي ټلوالې داقتدار د ساتلو لپاره په څنګ کې ور سره ناست وي تر څودتېرو اتو کلونو په شان دشمال بدنامه ټلواله په ګدۍ سپره وساتي .
ــ دمالوماتوله مخې داسې ښکاري چې ولسمشري ته نوم اندوکسانوپخپلومینځوکې د راتلونکې ادارې ځانګړې چوکۍ سره وېشلي دي داهم بربنډه شوې ده چې دشمالي ټلوالې پټ اومنلی کاندیدیوازې کرزی دی خوعبدالله یې هسې داذهانو داړولو په موخه په معرکه ورننیستی دی .
ــ موږ باوري یو چې راتلونکې ټولټاکنې به نه تنها افغان غمېزه لا پسې اوږده کړي بلکې هر یو چې ولسمشري ته
رامخ ته شي هغه به بیا په موږ بېوزلو باندې راتاوان وي، بیابه هر یو بهرنی سیاستوال له خبرې ښکته او پورته زموږ په سترګو راننوزي چې پلانی خودتاسو غوره ولسمشر دی پخپله مو ټاکلی، قانوني حثیت لري سره له دې چې موږ دا تش په نامه ولسمشران لا له همدې شېبې څخه نه منو نو ځکه باید افغان ولس داغیر عملي او نامشروع ټولټاکنې تحریم او په خپل همت سره دسولې څرک ولګوي .
دپورتنیو دلایلو په وړاندي کولو سره زموږ ملګري دا لاندې پرېکړوته ورسېدل :
۱ ــ موږ له خپل اتل افغان ولس څخه هیله کووچې دتاریخي افغانستان دبقأ اوخپل ځان دخلاصون لپاره ټولټاکنې تحریم او ورسره جوخت دکرزي دغیر قانوني دورې ټغر ورټول کړي .
۲ ــ دکرزي له ګوښه کېدو سره سم باید یو داسې لنډمهال او ناپېیلی حکومت رامینځ ته شي چې وسلوال مقاومت ته دخبرو یوه رښتینې زمینه برابره کړي .
۳ ــ موږ له نړیوالې ټولنې څخه هیله کووچې دبې ګټو ټولټاکنوپه ځای دافغاني دودیزې لوې جرګې په رابللو کې مرسته وکړي، هغه لګښتونه چې په دې غیرعملي ټولټاکنوکوي هغه دې ددودیزې لوې جرګې په سمبالښت وکړي
چې له یوې خواخپل له لاسه تللی برم یوځل بیاترلاسه کړي اوله بلې خوا زموږ ځورېدلي ولس ته سـوله راستنه اود دوی خپل زامن هم له مرګه څخه بچ پاته شي .
۴ ــ لنډمهال ناپېیلی حکوت به دلوې دودیزې جرګې په ترځ کې رامینځ ته کیږي چې دالویه جرګه به دپخواني دود له مخې رابلله کیږي نه داوسني ناچل بنسټیز قانون له مخې چې د ولایتي شوراګانو پلورل شوي استازي به بیا پکې ناست وي .
۵ ــ موږ له وسلوال مقاومت څخه په کلکه هیله کوو چې له خپلو لیکو څخه افغان دښمن عناصر څپوهي،دمقاومت اصول مراعت او له نړیوالې ټولنې سره دسیاسي او دیپلوماتیکو اړیکو زمینه برابره کړي تر څونړۍ یوځل بیا په دې باوري شي چې افغانان بېګناه او په ځانګړي ډول بېګناه پښتانه د پردیولخواد تپل شووجګړوقربانیان دي د
یادولو وړ ده چې پوره اوولــس ۱۷ کاله کیږي چې زموږ د هېواد ټولې بهرنۍ سیاسي نماینده ګۍ دهېواد دښمنو ګوندونولکه جمعیت، وحدت، جنبش اوځینونوروپه ولکه کې دي چې داسپنتا په دوره کې تبعیض لاخپلې وزرې پرې وغوړولې ځکه خوزموږ د هېواد دکورنیو جریاناتو هغه رښتینی تصویر بهرنیانو ته په ناسم ډول ورښيي، په بهر کې د پښتنودبدنامولولپاره هرډول ظالمانه تبلیغ کوي، هر پښتون دطالب اوالقاعده په نوم بدناموي چې په حقیقت کې هم دنړېوالوپه سترګوکې خاورې وراچوي اوهم ځانونه ورته له بل هرچاحق په جانب ښيي ځکه خو باید نړېواله ټولنه دې مهمې مسلې ته جدي پاملرنه وکړي .
۶ ــ موږ بهرمېشتي افغانان خبر لروچې له ګاونډیوهېوادونوپه تېره بیا له ایران سره تر پرده لاندې یولړ داسې پټ قراردادونه دبهرنیوچارودغیر قانوني وزیر(اسپنتا)لخوالاسلیک شوي چې زموږ له ملي ګټوسره په ټکر کې دي،
له نوموړیوقرار دادونوڅخه نه افغان ولس خبر دی او نه اسپنتاکوم قانوني کاري جواز لري ځکه چې ولسي جرګې رټلی خوهسې دی بې وسلې څوکۍ سالار دی له همدې کبله موږ ټولوبهرنیوهېوادونو ته خبر ورکوو چې له اسپنتا سره شوي قراردادونه حقوقي حثیت نه لري .
۷ ــ زموږ کولتوري ټولنه په کلکه دهالنډ دافغاني کولتوري ټولنې دسمپوزیم له پرېکړه لیک څخه ملاتړاعلاموي او دښاغلي ډاکتر روستار تره کي دعالمانه نظریاتودرناوی او عملي کول غواړي .
۸ ــ دبایرن مېشتوافغانانوکولتوري ټولنه له هیڅ کوم سیاسي سازمان سره اړیکه اوخواخوږي نه لري، دخپلې ملي او ایماني وجیبې له مخې په زغرده دافغان ولس دنجات اوسرلوړي لپاره نه ستړېکېدونکې هڅې کوي او له نورو ټولوافغاني کولتوري، ټولنیزو اوسیاسي کړیوڅخه په کلکه غوښتنه کوي چې د تل پاتې سولې، ملي ګټو، ملي یوالي دساتلواوزموږ دسپېڅلې خاورې دتمامیت لپاره ګړندي ګامونه اوچت کړي نه دڅو لنډ محالو ګوډاګیانو دتبلیغ لپاره .
۹ ــ زموږ کولتوري ټولنه یوځل بیاله ټولوباحساسو اوهېوادپالوافغانانو په ځانګړي ډول له اتلوقلموالوافغانانو څخه هیله کوي چې داتاریخي اومهمې شېبې له لاسه څخه ورنه کړي، ددې تحمیلي ټولټاکنودتحریم لپاره سولیز لاریونونه، غونډې اومټنګونه وکړي، قلموال ملګري خپل قلم راپورته او یوځل بیازموږ دولس د غلیمانو تورې نقشې داسې په اوبولاهو کړي لکه هغه د سرشمېرنې (سرغوڅونې) تور ښامار مو چې ټوټه ټوټه کړ .